۸صبح، کابل: د طالبانو ستره محکمه وايي چې په خوست ولایت کې یې ۱۰ کسان د نامشروع اړیکې، «لواطت» او له کوره د تېښتې په تور په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې پنجشنبه د سلواغې پر ۴مه په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې له دې کسانو څخه یې شپږ کسان په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو وهلو محکوم کړي دي.
همداراز، د دغې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې درې نور کسان په درې کاله بند او له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.
پر دې سربېره، د طالبانو محکمې یو بل کس په یو کال بند او ۳۹ دُرو محکوم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې تېره ورځ په پکتیکا ولایت کې دوه کسان د دُرو له وهلو وروسته په بند محکوم کړي وو.





