۸صبح، کابل: د طالبانو ستره محکمه وايي چې په کاپیسا ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې پنجشنبه د سلواغې پر ۱۱مه په یو خپاره کړي بیان کې لیکلي چې دا پرېکړه یې د کاپیسا د دویمې حصې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې کړې ده.
طالبانو دا کسان د نامشروع اړیکې په تور وهلي دي.
د بیان پر بنسټ، دې کسانو ته د شپږو میاشتو بند او له ۲۲ څخه تر ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې چې د دغه حکم د پليکېدو پر مهال د ډلې سیمهییزو چارواکو هم حضور درلود.
طالبانو تېره ورځ هم د یوې ښځې په ګډون درې کسان په پنجشېر ولایت کې په دُرو وهلي وو.
د طالبانو دا کړنې تل له غبرګونونو سره مل دي.





