۸صبح، کابل: په غزني او پکتیا کې د طالبانو محکمو د اخلاقي فساد او غلا په تور دوو کسانو ته د سزا خبر ورکړی دی.
دغو محکمو په دوو جلا بیانیو کې اعلان کړی چې دا حکمونه پنجشنبه د مرغومې پر ۲۰مه پر تورنو کسانو عملي شوي دي.
طالبانو په غزني او پکتیا کې ویلي چې هر تورن کس یې ۳۹ درُې وهلی او له یو تر څلورو کلونو یې زنداني کړي دي.
د اعلامیو پر بنسټ، د دې احکامو د پلي کېدو پرمهال په غزني او پکتیا کې یو شمېر طالب چارواکو او د یادو ولایتونو اوسېدونکو هم حضور درلود.
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته خپلو صحرايي محاکمو ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو دا کړنې تل د بشري حقونو نړیوالو ادارو له خوا غندل شوې دي.





