۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته سپارښتنه کړې، چې په نړیوالو غونډو کې د شکایت پر ځای دې له دغې ډلې سره پر دوه اړخیزو مسایلو مخامخ خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي زرداري وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
دغه وزارت ادعا کړې، چې اوسمهال د نړۍ تر ټولو هېوادونو د افغانستان امنیت ښه دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالبانو د هېچا پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون د مونیخ په امنیتي غونډه کې وویل چې په نړیواله ټولنه کې د هغه هېواد لپاره تر ټولو مهمه مسله له افغانستانه احتمالي ترهګریز ګواښ دی، چې په دې کې د تحریک طالبان پاکستان، د بلوچ د آزادۍ غورځنګ، داعش او القاعده سازمانونو په ګډون ترهګریز ګواښونه شامل دي.