د طالیانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې، د افغانستان حکومت د سولې د سیاسي بهیر پر سپوتاژ کولو تورن کړ او امریکا ته یې د دوحې له تړونه د سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د مشر اختریز پيغام، د غویی په نولسمه نېټه خپور شوی دی.
ملا هبت الله په دغه پيغام کې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو هر کلی کړی، همدارنګه نوموړي امریکا د دوحې له هوکړې پر سرغړونې تورنه کړې ده.
د هغه په وینا، د هوګړې پراساس د طالبانو بندیان تراوسه نه دي خوشي شوي او د دې ډلې پر غړو او اړوندو بنسټونو لګول شوي بندیزونه نه دي لیرې شوي.
د طالبانو مشر پردې په ټینګار سره چی مذاکرات او جوړجاړی ددې ډلې لپاره لومړیتوب لري افغان حکومت یې د سولې د سیاسي بهیر پر سبوتاژ کولو تورن کړ. ملاهبت الله په دې پيغام کې، د استانبول ناستې ته کومه اشاره نه ده کړې.
همدارنګه هغه ویلي چې طالبان د موضوع یو مهم اړخ دی او باید دا ډله په دې هکله جوړو شویو ناستو په اړه له وړاندې خبره وي.
له دې مخکې ویل شوي و چې دغې ډلې له دې امله د استانبول په ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه چې د استانبول د ناستې له اجنډا خبر نه وو. ملا هبت الله، د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ته هم اشاره نه ده کړې.
دغې ډلې د روژې په مبارکه میاشت کې د حکومت د اوربند وړاندیز نه و منلی او ویلي یې و چې د روژې په مبارکه میاشت کې «جهاد» لازیات ثواب لري.