ویل کیږي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده کړو په اړه د مولوي عبدالحمید خبرو ته غوږ ونیسي. ښاغلي خلیلزاد د دوحې د مذاکراتو پر مهال له ملا برادر سره په صمیمانه خنداوو سره د ورورګلوۍ عکسونه اخیستل او دا خوښۍ یې له رسنیو پټې نه کړې. هغه په هغو ورځو کې واشنګټن او د لوېدځې نړۍ نورو پرېکړه کوونکو مرکزونو ته د زیدالواصفي په خوشبینۍ سره دا پیغام لېږه، چې ننني طالبان د شل کاله وړاندې طالبان نه دي، که څه هم افغان سرتېري او دولتي کارکوونکي وژني، خو امریکايي پوځیانو ته ځانګړی درناوی لري! او له دې ځانګړي درناوي نه یې دا پایله اخیسته چې هغوی به ښايي افغان مېرمنو ته هم ځانګړی درناوی ولري. مرکچي پلاوو پر وژنو خپلې سترګې پټې کړې وې، خو د زده کړو لپاره یې ښځو ته د اجازې ورکولو احتمال د مذاکراتو او تر هغې وروسته د وژنې له دغه ماشین سره د مرستو د کولو د توجیه یوه لار ګڼله. دا په هغو ورځو کې د امریکایي پلاوي دریځ و.
له بلې خوا بنسټپالو ډلو لکه القاعدې، اخوان المسلمین، حزب التحریر او په ایران، پاکستان، مالیزیا، اندونیزیا، ترکیې او عربي نړۍ کې د مولوي عبدالحمید په څېر د محافظه کارو کړیو مشهورو څېرو چې ظاهراً د امریکا او د هغې د سیاستونو مخالف دي، د طالبانو د ملاتړ او ښه ښکاره کولو لپاره هماغه لاره خپله کړې وه، چې امریکایي پلاوي تعقیبوله. د افغانستان خلک چې د طالبانو تر ساطول لاندې ټوټې ټوټې کېدل، په دې نه دي پوهېدل چې د امریکایانو او بنسټپالو په دې همغږۍ کې څه راز نغښتی او ولې ټول خوښ دي چې طالبانو د امریکايي پوځیانو له وینې تویولو لاس اخیستی دی، خو دا ورته مهمه نه ده، چې د افغان سرتېرو د وینې تویول یې څو برابره زیات کړي دي! دا معما تر اوسه هم نه ده حل شوې.
زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې له طالبانو غوښتي دي، چې د ښځو د زده کړو او تحصیل په هکله د مولوي عبدالحمید خبرو ته غوږ ونیسي. سعودي عربستان هم له حقانيه مدرسې نه چې په وروستیو لسیزو کې د طالبانو او ترهګرو اصلي روزنځای بلل کیږي، غوښتنه کړې چې ښځو ته د تحصیل د اجازې ورکولو په تړاو له طالبانو سره خبرې وکړي. له امریکا تر عربي نړۍ، له ایرانه تر پاکستانه او له مالیزیا تر اندونیزیا پورې ټول هغه کسان چې له طالبانو سره خواخوږي لري، لاس په دعا دي چې د طالبانو زړه نرم شي او د ښځو د تعلیم په اړه د دوی هیلې او زارۍ یو څه ځای ونیسي.د ملګرو ملتونو پلاوى هم چې هره ورځ د افغان ولس د مظلوميت او د يوې مستبدې او ځپونکې دستګاه په منګولو كې د ميليونونو خلكو د اسارت شاهد دی، هماغه ساز غږوي چې نور یې غږوي، د نجونو د ښوونځيو د پرانېستو هیله او بس.
هغه پوښتنه چې د افغانستان خلک یې لري دا ده، چې ایا د طالبانو د نن ورځې کړنې د وړاندوینې وړ نه وې؟ ایا له یوې ترهګرې ډلې چې ټوله کارنامه یې چاودنې او ځانمرګی دي، له دې پرته د بل څه هیله کیدای شي؟ ولې مولوي عبدالحمید او خلیلزاد او نورو پر خلکو زیری کاوه چې طالبان بدل شوي دي؟ ولې په ایران کې سپاه پاسداران او په دوحه کې امریکايي پلاوي د ارکسټر د غړو په څېر د یوې سندرې ویلو ته مخه کړې وه؟ ولې تر اوسه د طالبانو هره ورځ وهل او شکنجه او پر څو میلیوني زندان د افغانستان بدلیدل چاته اهمیت نه لري؟ ښایي د ښځو له تحصیل سره د طالبانو د هوکړې لپاره د ښاغلي خلیلزاد نیکې هیلې، د مولوي عبدالحمید لارښوونې، د حقانیه مدرسې نصیحتونه او د نورو بنسټپالو مشورې یوه ورځ پایله ورکړي، خو د افغانستان خلک آزادۍ ته تر رسېدو او د خپلو بشري حقونو تر ترلاسه کولو پورې داسې له ننګونو ډکه لاره په مخ کې لري، چې په دې لاره کې یې نه خلیلزاد ملګرتیا کوي او نه مولوي عبدالحمید. افغانان باید په خپله د خپل برخلیک د بدلولو لپاره یوه لاره پيدا کړي. ځکه د فارسي ژبې د شاعر عفیف باختري په وینا: «درد هر کس به خودش مربوط است»