۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینو د کوچیانو په برید د طالبانو اړوند د ښاروالۍ د یوه «لوډر» د چلوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو چهارشنبه د زمري پر ۲۸مه، ۸صبح ته ویلي چې دغه چلوونکی د یوې ډبرې د لګېدو له امله وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه سه شنبه د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه جوز سیمه کې هغه مهال شوې چې د طالبانو ښاروال غوښتل هغه ځمکې بېرته راوګرځوي چې د سرچینو په خبره، کوچیانو نیولې وې.
سرچینې زیاتوي چې دا موضوع د شخړې لامل شوه او لسګونو کوچیانو د ډبرو او لرګیو په مټ د ښاروالۍ پر کارکوونکو او د طالبانو پر ځواکونو برید وکړ.
د سرچینو په وینا، له سیمې د طالبانو د ښاروال او ځواکونو تر تېښتې وروسته «لوډر» چلوونکی د کوچیانو له لوري د ویشتل شویو ډبرو د لګېدو له امله ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ځايي سرچینو په وینا، کوچيانو د غزني ښار په بېلابېلو برخو کې زرګونه جریبه ځمکه نيولې ده.





