د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې د دغه هېواد له ټاکنو مخکې پر ایران د بیا برید اراده نه لري خو خبرداری یې ورکړی چې که ایران برید وکړي، له کلک ځواب سره به مخ شي.
رویټرز چهارشنبه د اکتوبر پر ۱۴مه راپور ورکړی چې نتنیاهو ویلي چې په اوسنيو شرایطو کې پر ایران برید د اسراییلو په ګټه نه دی.
نوموړي ویلي چې که ایران پر اسراییلو توغندي وتوغوي، سیاسي مخالفان به یې پړ وبولي.
نوموړي له ټاکنو وروسته پر ایران د بیا برید او له واشنګټن سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه نور جزییات ورنه کړل.
ایران د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له هغې وروسته له اسراییل په ځانګړې توګه له امریکا سره په جګړه کې ښکېل دی چې امریکا او اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل او ایران هم په ځواب کې پر اسراییل او خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر هدفونو توغنديز ګوزارونه وکړل.





