۸صبح، کابل: له هغې وروسته چې په کندهار کې د داعش وروستي ځانمرګي برید په پاېله کې ۴۵ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپيان شول، طالبانو په کابل کې د ناروې سفير پاول کلومن بیکین په حواله ویلي چې دغې ډلې په افغانستان کې خپل پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی.
ارګ چهارشنبه د وري پر ۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او کلومن بیکین ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې د طالبانو له سیاسي مخالفینو ملاتړ نه کوي.
ورته مهال، بیکین له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د اندېښنې وړ بللي.
بلخوا، مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي چې طالبان له ټولو قدرتونو سره د «مثبت تعامل» غوښتونکي دي.
د نوموړي په خبره، دوی د اوبو مدیریت او ځنګلونو د رغاونې په برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د داعش خراسان څانګې په سیمه او افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
له دې وړاندې، ګلوب اېند مېل کاناډايي ورځپاڼې راپور ورکړی و چې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو په ځاله» بدل شوی دی.
پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر هم ویلي چې افغانستان دې د «ترهګرو پر خوندي ځالې» نه بدلېږي او په خبره یې، هغوی په دغه هېواد او سیمه کې د داعش له ګواښونو اندېښمن دي.