۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي سرچینو د «غلو» له خوا د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې دا پېښه سهشنبه د وري پر ۷مه د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ د غالوي کلي په «ګبر» سیمه کې شوې ده.
وژل شوی ځوان هغه مهال د «غلو» له خوا د چړو په ګوزارونو ووژل شو چې له تراویح لمانځه وروسته کور ته روان و.
غلو له نوموړي مبایل او نقدې پیسې اخیستي او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.
د معلوماتو په حواله، دا پېښه د طالبانو یوې پوستې ته نږدې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دغه ځوان په سعودي عربستان کې له څو کلنې مساپرۍ وروسته له روژې یوه اوونۍ مخکې هېواد ته راستون شوی و.
د یادولو ده چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ځينو سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو په حواله، په تېره یوه میاشت کې د خوست په بېلابېلو سیمو کې د جنايي پېښو په پاېله کې ۲۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ناڅرګندو وسلهوالو په ننګرهار کې یو سړی په ډزو وواژه.