۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د معیاري انتظارخونې جوړېدو چارې پېل کړې دي.
یادې مرستیالۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې د دغې انتظارخونې د بنسټ ډبره پنجشنبه د زمري پر ۴مه د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له خوا کېښودل شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، پر دې انتظارخونې به د خصوصي سکټور له خوا ۲۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي چې په ۱۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
یادې مرستیالۍ زیاته کړې چې دا انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري چې د مسافرو لپاره ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.
بل پلو، د طالبانو ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره یې په هېواد کې د معیاري ترانسپورتي خدماتو لپاره د شاوخوا ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۳ پروژې پلان کړې دي.
د نوموړي وزارت په خبره، د دغو پروژو له پلي کېدو وروسته به د ترانسپورت په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي و چې د پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ پروژې تایید کړې دي.



