۸صبح، کابل: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر پر دوی د لګول شویو نړیوالو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې او ویلي دي چې نړۍ دې مثبت تعامل ته رامخکې شي.
برادر دا څرګندونې چهارشنبه د زمري پر ۳مه د «کار ملي کنفرانس» دویمې ورځې ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «[طالبان] د هېواد ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دي، پر هغوی غږ کوي تر څو هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې یې زېږولي او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې، لرې او له [طالبانو] سره مثبت تعامل ته رامخکې شي.»
نوموړي زیاته کړې چې طالبان د یوه «مسوول او حاکم نظام په توګه» دا خپل مسوولیت ګڼي چې په خبره یې، خلکو ته پر وخت او ښه ډول خدمات وړاندې کړي.
برادر ویلي چې د هېواد اقتصادي ودې پیاوړتیا او بېکارۍ کچې راکمولو په موخه هڅه کوي چې په وینا یې، افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل په نقطې بدل کړي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو د نږدې درېیو کالو په تېرېدو لا هم کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د هېواد پر اوسېدونکو په ځانګړې توګه پر ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.




