۸صبح، هرات: طالبانو هرات کې د طلوع خصوصي تلویزیون د «خندوقند» طنزي خپرونې ممثلانو ته خبرداری ورکړی، چې هېڅکله هم د دوی پر ضد طنزي پروګرام جوړ نه کړي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو استخباراتو د دغې طنزي خپرونې لوبغاړو ته خبرداری ورکړی، چې د طنزي پروګرامونو د دوام په صورت کې دې د هغوی پر کړنو پروګرام نه جوړوي.
دغه راز طالبانو دا طنزي ډله په ربړونې او بندي کولو هم ګواښلې او هغوی ته یې ویلي، که د طالبانو پر کړنو طنزي پروګرام وګوري، له جدي چلن سره به مخ شي.
د خندوقند خپرونې طنزيه ډلې چې پخوا يې د هرات په يوه خصوصي رسنۍ کې طنزيه خپرونې جوړولې، په پرله پسې ډول یې د تفريحي پروګرامونو تر څنګ، د طنز په بڼه د دولتي ادارو پر بې کفايتۍ هم نيوکې کړې دي.