۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو ښاروالي وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ټولټال ۱۴۴ «ناپېژندل شوی مړي» خښ کړي دي.
کابل کې د طالبانو ښاروالۍ شنبه د سلواغې پر ۲۲ نېټه په یوه ټویټ کې وویل، چې دوی نن د ۲۰ ناحیې په یوه هدیره کې ۳۰ «نامعلوم جسدونه» خښ کړل.
د دې ادارې په وینا، د سوخته پل لاندې سيمې د پاکولو په بهیر کې له کثافاتو څخه یو شمېر مړي را ایستل شوي دي.
په دې ټویټ کې راغلي: «د دغو جسدونو د خښولو مراسم د عدلي طب له خوا تر تشخیص وروسته او د دغې ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا د تدفین د جواز له صادرولو وروسته ترسره شول.»
بل خوا په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به «معیاري هدیرې» جوړې کړي.
دغه ادارې زیاته کړې ده چې د ښار په سويل کې د شلمې ناحیې اړوند د موسهي په سیمه کې د هدیرې لپاره د ۳۹۷ جرېبه ځمکه «د اسلامي امت مړو ته د درناوي او ښاري نظم جوړولو» لپاره ځانګړې کړې ده.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې موندل شوي جسدونه د چا دي او دا کسان څنګه او ولې مړه شوي دي.
همدا ډول د طالبانو امنیتي بنسټونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دوی څنګه او ولې وژل شوي دي.