۸صبح، کابل: هالنډ کې د افغانستان سفارت په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو له وزارت سره د خپل «تعامل» خبر ورکړی دی.
دغه سفارت د سې شنبې ورځ د تلې میاشتې په ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له دغه اقدام څخه یې موخه په هالنډ کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل او د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کول دي.
په هالنډ کې د افغانستان سفارت ویلي چې دا اسناد به په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته د تایید لپاره واستوي.
طالبانو هم خبر ورکړی چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت په کابل کې له دغه وزارت سره «خبرې اترې» کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت به له دې وروسته د دغه هېواد وګړو ته قونسلګري خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت په بهر کې د افغان استازولیو په څېر د دغه هېواد د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو تر ادارې لاندې دی.
که څه هم تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د سیمې یو شمېر هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.