۸صبح، کابل: د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې، پخپله لومړۍ لوبه کې سیالې بنګلهدېشۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.
د هېواد د ځوانانو ملي لوبډله، نن دوشنبه (کب ۲۲ مه)، د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې، د بنګلهدېش له لوبډلې سره مخامخ شوه.
د هېواد ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د (سهیلخان) او (یما عرب) او (فریدون داودزي) د توپ وهنې په مرسته، بنګلهدېش لوبډلې ته، د ۱۵۸ منډو په توپیر سره، ماته ورکړه.
پیل کې بنګلهدېش لوبغاړو پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې، د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره، ۲۷۱ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې سهیل خان ۱۰۰ منډې، سلیمان عرب ۵۵ منډې او محمد هارون ۴۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان توپاچوونکي (بالران) ښه وځلېدل او د بنګلهدېش ټوله لوبډله، په ۱۱۳ منډو وسوځېده.
د افغانستان لوبډلې لپاره، یما عرب څلور لوبغاړي او فریدون داوودزي درې لوبغاړي وسوځول؛ د لوبې په دوام سره، ناصر حسن او کامران هوتک، په ترتیب سره دوه او یوه ویکټه ترلاسه کړه.
سهیل خان هم د سل منډو په جوړولو ددې لوبې غوره لوبغاړی شو.
ټاکل شوې چې ددغو دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه، راتلونکې چهارشنبه، په همدې لوبغالي کې ترسره شي.