۸صبح، کابل: کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، هېواد یې له خپلې خاورې له افغانستان سره د هندوستان د مرسته شویو غنمو لېږد ته اجازه ورکوي.
کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان د دوشنبې پر ورځ د لېندۍ پر لومړۍ نېټه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، پاکستان به له افغانانو سره د نړیوالو بشردوستانه مرستو په موخه د اسانتیا رامنځته کولو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، له خپلې خاورې به د هند له لوري له افغانستان سره د مرستو شویو غنمو د لېږد په تړاو به هم اسانتیا رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې، ټاکل شوې د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، ترڅو د اوسني بحران د له منځه وړلو او د اقتصادي ودې په برخه کې د اړتیاوو ارزونه وکړي.
همداراز منصوراحمد خان ویلي، د پاکستان لومړي وزیر نن دوشنبې د لېندۍ پر لومړۍ نېټې د همغږۍ له کمېټې(AICC) سره لیدلي دي.
دې لیدنه کې نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په تړاو دې اسانتیا رامنځته شي.
له دې وړاندې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیره غوښتي و، چې له خپلې خاورې له افغانستان سره د هند د مرستو شویو غنمو لېږد ته دې اجازه ورکړي.