پوهانو په یوه څېړنه کې موندلې چې د هوا د ککړتیا څرنګوالی د سږو د سرطان لامل کېږي.
ګاردین شنبې د سپتمبر په لسمه د یوې څېړنې د موندنو په هکله رپوټ ورکړی چې د موټرو په لوګي کې کوچنۍ ذرې د سږو په سلولونو کې ستونزه رامنځته او هغه په سرطاني حالت بدلوي.
دا څېړنې دې پوښتنې ته هم ځواب وايي چې ولې ځینې کسان د سګرټو له څکولو پرته، د سږو په سرطان اخته کېږي.
ددغې څېړنې پایلې د انسان روغتیا ته د ککړې هوا د ناوړه پایلو په اړه خبرداری دی.
د فرانسیس کریک موسسې پروفیسر چارلز سوانټن سنبې د سپتمبر په لسمه چې دا موندې یې د اروپا د ټکنالوژۍ په ناسته کې وړاندې کړې ویلي: «د هوا د ککړتیا له امله د سږو په سرطان د اخته کېدو خطر له سګرټ څکولو کم دی؛ خو موږ پر هغه څه چې ټول یې تنفس کوو کنټرول نه لرو.»
د رپوټ له مخې، د نړۍ په کچه زیات شمېر کسان، د سګرټو په لوګي کې د کیمیاوي موادو له خطر سره د مخ کېدو پر ځای د هوا د ککړتیا له خطر سره مخ دي.
له بلې خوا، د وروستیو څېړنو موندنو د اوبو او هوا پاکوالی د انسان له روغتیا سره تړلی دی.
د هوا ککړتیا په بریتانیا کې په سرطان د اخته کېدو له لسو موردونو څخه یو مورد دی او اټکل کېږي چې هر کال شپږ زره تنه چې هېڅکله یې سګرټ نه دي څکولي د سږو د سرطان له امله ژوند له لاسه ورکوي.
په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۹ کال کې د سرطان له امله کابو ۳۰۰ زره مړینې په ککړه هوا کې د پي ام په نوم کوچنیو ذرو له امله بلل شوې دي.
له بلې خوا، هغه بیولوژيکي بنسټ له نه دی روښانه شوی چې په اړه یې مالومات ورکړل شوي د هوا ککړتیا د سرطان لامل کېږي؛ په داسې
حال کې چې د سګرټ څکولو او د لمر وړانګو ته مخاخ کېدو خلاف چې د سږو او پوستکي سرطان د ډي ان اې لامل کېږي، د هوا ککړتیا ددغه راز جنیتیکي بدلونونو په رامنځته کولو د سرطان لامل نه کېږي.
د رپوټونو له مخې، له دې مخکې د وارویک پوهنتون پوهانو ویلي و چې په څېړنو کې یې د سرطان د اصلي لاملونو په هکله نوې موندنې ترلاسه کړې او د هغې د مخنیوي لپاره یې حل لارې وړاندې کړې دي.