د بهارک خونړۍ پېښه؛ طالبانو څنګه ۴۸ سرتېري د نښه ويشتونکو په وسيله ووژل؟

راپور: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس

د تخار بهارک ولسوالۍ پېښې په دې ولسوالۍ کې د ۴۸ سرتېرو د وژلو په تړاو خپلې ارزونې، د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړې.
ددې پلاوي د موندنو پر اساس «د استخباراتي اطلاعاتو بابېزه ګڼل»، «د مديريت کمزوري او وظيفوي غفلت»، «په موقع سره د مرستې نه رسېدل»، «د امنيتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ نه همغږي او «د واحدې نظامي رهبرۍ نشتون» او «په نظامي او امنيتي چارو کې د سيمه ييزو زورواکو او مخورو مداخله» ددغې پېښې اصلي لاملونه ول.
ددې پلاوي د غړو په وينا «د اردو ځواکونو، د بهارک پېښې په خونړۍ شپه، د طالبانو يوه قومندان په کور کې ځای پرځای شوي ؤ او حتی ددې بريد په تړاو يې د طالبانو د چمتووالي په اړه خبر نه درلود. د موندنو په اساس، ددې بريد يو طراح هغه شخص ؤ چې د ملي امنيت له لوري زنداني خو وروسته د قومي مشرانو په مداخلې سره بېرته ازاد شوی ؤ.
ددې پلاوي غړي وايي چې، امنيتي ځواکونو د ناسم پوهاوي له امله، په هغه شپه، ددفاع موکه نه وه موندلې او ځينې يې د خوب پرمهال، د شپې نښه ويشتونکي، په وسيله وژل شوي ؤ. پردې سربېره په هغه بريد کې ډېری ټانکونه او موټرونه سوځول شوي ؤ او د طالبانو پر مورچلو د هوايي بريد لپاره د امنيتي مسوولینو غوښتنه هم بېځوابه پاتې شوې وه. امنيتي چارواکو د ولسي جرګې حقيقت موندونکي پلاوي ته ويلي دي، که د تخار نظامي اړتياوې تر پسرلي او د فصلي جګړو تر پيلېدو پورې حل نشي، نو دا ولايت به د طالبانو له لوري سقوط شي.
د روان کال د تلې په دېرشمه، طالبانو د بهارک ولسوالۍ د پوليسو پر قطعو شپې لخوا یرغل وکړ او د پوليسو ۴۸ غړي يې ووژل.
دغه پېښه په لومړيو کې په ټولنيزو رسنيو کې، د خلکو د غبرګونونو له څپو سره مخ شوه. د ولسي جرګې د کورني امنیت کميسيون وروسته له دې پېښې نه د سيد اشرف الدين عيني په مشرۍ يو پلاوی، چې عبدالرووف شپون، حميدالدين يولداش، مهدي راسخ، اميرمحمد خاکسار او شاکر نذيري يې غړي ول، ددې پېښې د ارزونې په موخه وټاکه.
د بهارک پېښه څنګه رامنځته شوه؟
ددغه راپور په اساس، د ولسي جرګې استازو څو څو ځلې په تخار کې د ناامنۍ، په ځانګړي توګه د تالقان او بهارک ولسوالۍ شاوخوا ته د امنیتي وضعيت د خرابوالي په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې وې. بالاخره د تلې په مياشت کې امنیتي ځواکونو د هېواد لوی درستيز، محمد ياسین ضيا په مشرۍ د پاکولو عمليات، د تالقان ښار شاوخوا او بهارک ولسوالۍ اړوند سيمو کې پيل کړل. دغه ګام په هغه وخت کې واخيستل شو چې په همغه ورځو کې د تخار لپاره د پوليسو نوی قومندان او د امنيت نوی رييس معرفي شوي ؤ او په دوام يې نوي والي هم خپل کار پيل کړ.
د ولسي جرګې د راپور په اساس، که څه هم ددې عملياتو په ترڅ کې چې يوه اونۍ يې وخت ونيوه، د تالقان ښار شاوخوا سيمې له طالبانو پاکې شوې وې، خو امنيتي ځواکونه د بهارک ولسوالۍ د بشپړې پاکونې لپاره، د «بهارک سپين جومات» سيمه کې چې د طالبانو د تګ او راتګ لاره ده، ځای پرځای شول. په دغه وخت کې لوی درستيز کابل ته راوګرځېد او د عملياتو ددوام مسووليت د قول اردو او د لوا قومندان ته وسپارل شو.
د تلې مياشتې په دېرشمه، امنيتي ځواکونه د بهارک ولسوالۍ په سیمو کې ځای پرځای شول او د سبا ورځې د پاکسازۍ لپاره يې چمتووالی نيولی ؤ. هغوی د تېرو ورځو په ترڅ ځيني کورونه پلټلي ؤ، خو ځيني کورونه د سيمه ييزو مشرانو په مداخلې سره نه و پلټل شوي. سربېره پردې، په هغه کور کې چې امنيتی ځواکونه ځای پرځای شوي ؤ، په حقيقت کې د طالبانو د يوه قومندان کور ؤ او ددغه قومندان د کورنۍ ځيني غړو هم په هغه کور کې حضور درلود.
د شپې ۸ بجې شاوخوا د ملي امنيت چارواکو دې سيمه ته، د طالبانو د سرې قطعې د بريد د احتمال په اړه خبر ورکړ او ددغې ډلې د جګړه مارو ددقيق شمېر او مېشتځای يې هم مشخص کړی ؤ. د ارزونو په اساس دغه معلومات د واټساپ د ګروپ له لارې د نظامي شورا غړو سره شريک شوي ؤ. که څه هم په هغه شورا کې د تخار د امنيت آمر، راز محمددورانديش هم حضور درلود، خو بيا هم د ټيليفون له لارې نوموړي ته اطلاع ورکړې وه او هممهاله يوځای، هوايي ځواکونو څخه د هوايي مرستې غوښتنه وشوه او د طالبانو د حضور د سيمې په اړه کوردینات هم ورکړل شوي ؤ.
په ورته وخت کې ولسي جرګې موندلي دي چې په سیمه کې مېشتې قطعې او په ځانګړي ډول د تخار امنیت امر دغه اطلاعات جدي نه دي نیولي او ددغو بريدونو ددفع کولو لپاره يې چمتووالی نه درلود؛ ځکه ټانکونه له هغه انګړه بهر چې امنيتي ځواکونه پکې مېشت شوي ؤ، درول شوي ؤ. سربېره پردې سرتېرو هم د ټانکونو شاوخوا ته د خوب لپاره ځايونه غوړولي ؤ. د امنيت امر، د ځانګړو پوليسو د قطعې قومندان له ساتندویانو سره، د هغې انګړ د بالاخانې پر سر چې «مالک يې له طالبانو سره منظم تماس درلود» ويده ؤ. دا په داسې حال کې چې امنیيتي چارواکو، په ځانګړي توګه د تخار د امنيت امر، سربېره پردې چې د پېښې په سيمه کې يې دوه اونۍ تېرې کړې وې، د ټانکونو د منظمولو، د استحاکاماتو رامنځته کولو، د خندوقونو کيندلو، ددفاعي تېرکشونو منظمولو، د حاکمو تپو او نږدې زيان منونکو سیمو د نيولو، د کومنډو قطعې (چې په ۴۵۰ مترۍ واټن کې يې موقعيت درلود) سره د اړيکې ټینګولو او همکاري او نور هغه مواردو په شمول چې د هر ډول بريدد مهارولو لپاره اړين ؤ، نه ؤ نيولي. له دې اخوا، حتی د تخار د امنیت امر، راز محمددورانديش د هغه شخص په انګړ کې چې له طالبانو سره يې نږدې اړيکه لرله، ويده شوی ؤ او خپله پوهېده چې ددې کورنۍ يو غړی د طالبانو د ډلې قومندان دی.
طالبانو، د شپې ۳:۳۰ بجې د امنیت ځواکونو پر مېشتځي، چې د «د بهارک سپين جومات» په سيمه کې ؤ، بريد کوي؛ د ګوليو ويشتلو لړۍ پيلېږي. په لومړيو کې هغه درې سرتېري چې د پيرې مسووليت يې درلود، ووژل شول. په دې ترڅ کې پنځه تنه هغه سرتېري چې له انګړ نه بهر، ټانکونو ته نږدې د خوب په بستر کې پراته ول، په نښه شول. پردې سربېره ډېری هغه سرتېري چې په هغه سيمه کې ؤ، پر سرونو يې ګولۍ ولږېدې او مړه شول. په دغه وخت کې د امنيت امر چې غوښتل يې خپل ټانک ته دننه شي، په خپله پښه کې ټپي شوی دی. په همغه شېبه کې د يو هاموې دوه ساتونکو نوموړی د کومنډو قطعې قرارګاه «چې ددې پېښې په ۴۵۰ مترۍ واټن کې موقعيت درلود» ته ولېږدوه.
په دغه بريد کې ۴۸ تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول. د ولسي جرګې لخوا ټاکل شوي پلاوی وايي چې د کومنډو قطعې، په پېښه کې ښکېلو پوليسو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او حتی د هوا په روښانتيا سره روغتون ته د تخار امنيت امر، د لېږدولو لپاره هم ګام نه و اخيستل شوی.
په هغه بريد کې د اته ټانکونو په شمول، ټول نظامي وسايل وسوځول شول او د پوليسو ځانګړو قطعو اړوند ۳۰ شپې ليدونکو وسلو په شمول نظامي تجهيزات د طالبانو لاس ته ولوېدل. له دې وسايلو نه د طالبانو ډلې يو ټانک هم له ځان سره ولېږدوه او يوازې يو ټانک چې د امنيت امر پکې لېږدول شوی ؤ، جوړ پاتې شوی دی. که څه هم نښتې يو ساعت دوام وکړ، خو امنيتي ځواکونو مقاومت نه دی کړی او مرستندويه ځواکونه هم د سهار ۶:۳۰ يا ۷:۰۰ بجې د پېښې سيمې ته ورسېدل. د مرستندويه ځواکونو په رسېدو سره، د پېښې له سیمې نه جسدونه ولېږدول او پاتې ځواکونو د بهارک سيمه پرېښوده. په دې توګه سيمه بياځلې د طالبانو لاس ته وغورځېده. د هغې شپې په سبا باندې، په ټولنيزو رسنيو کې د ۸۰ سرتېرو د وژنې خبر خپور شو، خو بالاخره چارواکو دا ومنله چې له ۴۰ پورته سرتېري په دې برید کې وژل شوي دي.
ستونزه چېرته وه؟
د ولسي جرګې لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپلو ارزونو په راپور کې، به مشخص ډول د بهارک خونړۍ شپې په کمزوریو بحث کړی دی. له دغو مواردو څخه يو یې د استخباراتي اطلاعاتو بابېزه ګڼل دي؛ ځکه د ملي امنيت ریاست د پېښې د احتمال په اړه خبر ورکړی ؤ او پر دې کار سربېره يې حتی د طالبانو کره شمېر او ځای هم مشخص کړی ؤ. په ورته وخت کې، چارواکو او په ځانګړي ډول د تخار د امنيت امر، دغه خبرداری جدي نه دی نیولی چې بلاخره د نوموړي په ګډون د ۴۸ تنو د مړينې لامل شو. چارواکي همداراز وايي چې د تخار د امنیت امر او په سیمه کې مېشت ځواکونه له بريد نه خبر ؤ. د تخار د پوليسو قومندان، اکرام الدين سريع، د ولسي جرګې لخوا ټاکل شوي پلاوي ته ويلي دي چې د هماغې شپې په لومړيو کې، د طالبانو لايزري قطعې، د خواجه غار په مرکز کې، پر پوليسو بريد کړی ؤ او امنیتي ځواکونو هغه بريد شنډ او دفع کړ. په دې بريد کې يوه بله کمزوري، «د مديريت کمزوری او وظيفوي غفلت» ښودل شوی دی؛ ځکه د امنیت امر او په سيمه کې مېشت نور قومندانان- سره له دې چې د پېښې په سيمې کې يې دوه اونۍ تېرې کړې وې، لازم دفاعي تدابير يې نه ؤ نيولي. له بل پلوه امنیتي چارواکو د هغه شخص په کور کې شپې ویده شوي ؤ چې د کورنۍ يو غړی يې، د طالبان ډلې لوړپوړی قومندان ؤ.
په دې توګه سره، په راپور کې راغلي دي چې د لوا قومندان، امنيه قومندان او د ولايت نورو چارواکو د امنیتي ځواکونو ګډون نه دی ارزولی او د لازمو تدابيرو له نيولو ډاډمن شوي نه ؤ. ويل کېږي چې د لوا قومندان له دې پېښې وروسته د کندز به خان اباد کې، په يوه بله پېښه کې وژل شوی دی.
د تخار امنيه قومندان چې تازه ګومارل شوی ؤ، د مجلس پلاوي ته ويلي دي، لکه څرنګه چې په تازګۍ سره ګومارل شوی ؤ او له سيمې سره يې بلديت نه درلود، نو د امنيت امر راز محمددورانديش او د نوموړي پر مرستيال يې باور وکړ؛ ځکه چې دورانديش په تخار کې زېږېدلی ؤ او له سیمې سره يې بلدتيا لرله. په همدې ډول د پوليسو قومندان اړينه نه ده ګڼلې چې خپله له نږدې نه سیمه وارزوي.
له بل پلوه د تخار والي، عبدالله قرلق هم پدې خبره، چې ګڼې جګړه د لوی درستيز محمد ياسين ضیا له لوري رهبرې کېدله- سره له دې چې هغه بېرته کابل ته ګرځېدلی، او ګڼې داچې نورو لوړپوړي امنیتي چارواکو په سيمه کې حضور درلود، د وضعيت په اړه ادنېښمن شوی نه دی او سیمه يې ارزولې نه ده. پردې سربېره ځينو سرچينو د مجلس لخوا ټاکل شوي پلاوي ته، په سيمه کې، د پلټنې او تلاشۍ د ترسره کېدو په اړه شکايت کړی دی؛ ځکه ځیني کورونه د سيمې مخورو په مداخلې سره تلاشي شوي نه ؤ او احتمال وه چې طالبان په هماغه کورونو کې ځای پرځای شوي ؤ. د ولسي جرګې پلاوي ارزونې همداراز ددې پېښې بله کمروزي «په وخت سره مرستې نه رسېدل» ګڼي. له بل پلوه د پېښې سيمه، د تالقان ښار په ۱۵ کيلومترۍ کې پرته او د لارې په اوږدو کې، د طالبانو د کمین خطر هم حس شوی دی.
په ورته وخت کې د تخار امنيه قومندان، د بېړنۍ مرستې د نه رسېدلو لامل «د زرې وسايلو، تجهيزاتو او ريزرفي پرسونل په شمول د امکاناتو نشتون» ګڼلی دی او ويلي يې دي چې «ټول درانه تجهيزات او غوره سرتېري، ځانګړې قطعې او د ۹۹۹ قطعه په سيمه کې ؤ او په مرکز کې د استولو لپاره کافي ځواک نه ؤ».
همدارنګه په هغه وخت کې د کومنډو قطعه، د پېښې د سيمې په ۴۵۰ کيلومترۍ کې وه، خو په جګړې کې را ایسارو سرتېرو سره يې د مرستې لپاره هېڅ نه دي کړي. د لوا سرپرست، د ولسي جرګې پلاوي ته ويلي دي چې په هغه وخت کې عبدالودود نجرابي د قول اردو قومندان او د لوا قومندان و، نو په همدې سبب کومه اطلاع يا معلومات نلري. په دې توګه ددې موضوع ځینې اړوندې پوښتنې، د پامير قول اردو او د کومنډو قومندان ته راګرځي، خو د ټاکل شوي پلاوي په راپور کې ددې دوو قول اردو استدال او دلايل نه دي درج شوي. له بل پلوه هم هوايي ځواکونو د چارواکو په غوښتنه، د طالبانو د سيمې نښه کولو ته پاملرنه نه ده کړې، په داسې حال کې چې د تخار امنيتي چارواکي د دښمن د بريد له احتمال نه خبر ؤ او حتی د طالب جنګيالو د راټولېدنې د ځايونو کوردینات يې هم ورته استولي ؤ. دلته روښانه شوې، چې بايد په دې اړه هوايي ځواکونو او د ملي دفاع وزارت چارواکو نه پوښتنه وشي. په داسې حال کې چې ددغو دوو ادارو نظريات په دې راپور کې نه دي راغلي. د بهارک په خونړۍ پېښه کې بله کمزوري، «د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ نه همغږي او د واحدې نظامي رهبرۍ نشتون» ګڼل شوې ده. ددې راپور په اساس، د تخار د اردو لوا سرپرست ويلي دي چې د پوليسو پر تمځای د طالبانو پر بريد سربېره، د کومنډو قطعې باندې هم د طالبانو له لوري بريد شوی ؤ او په همدې سبب ددغې قطعې ځواکونه، د خپلو ځانونو په دفاع کې بوخت شوي دي. دغه امنيتي مسوول دا چې په هغه وخت کې عبدالودود نجرابي حضور درلود او مستقيم مسووليت ورګرځېده، خپله بېخبري څرګندوي، خو ويلي يې دي چې د «جواد» په نامه د کومنډو يو افسر، د طالبانو د مخابرې غږ اوري او سربېره پردې يې بيا هم د پوليسو قطعې ته خبر نه دی ورکړی. طالبانو هغه مهال ويلي و چې د کومنډو قطعه ويښه ده او چمتووالی لري. ددې ډلې قومندانانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی دی چې د پوليسو پر ځواکونو بريد وکړي. دا په داسې حال کې چې اصلي بريد ۱۵ دقيقې وروسته شوی دی.
د ولسي جرګې پلاوي ويلي دي، دا چې دغه افسر د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې ؤ، نو د لیدلو زمينه ورسره نه ده برابره شوې. همدارنګه د عملياتو د ترسره کېدو په پيلېدو سره هممهاله ددې ولايت د ملکي او نظامي چارواکو ادلون بدلون هم ددې پېښې د رامنځته کېدو یو لامل ګڼل شوی دی.
د بهارک د پېښې يو طراح موده مخکې د تخار د مشرانو په وساطت له زندانه خوشې شوی دی
له بل پلوه د «مولوي عبدالکبير» په نامه د طالبانو ډلې يو قومندان چې په دغه پېښه کې يې کليدي رول لره، موده وړاندې د تخار د ځينو مشرانو په منځګړيتوب د ملي امنيت له زندانه ازاد شوی دی. په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو نظامي مسوول عبدالکبير چې د بهارک پېښې يو له اصلي طراحانو څخه دی مخکې له دې چې طالبانو سره يوځای شي، د ملي امنيت له لوري په دې تور نيول شوی چې دې ډلې سره يې اړيکې لرلې او يو ځان وژونکی يې ساتلی ؤ. د ملي امنیت رياست ددغه شخص د ازادۍ د څرنګوالي په تړاو د پلاوي استعلام ته په ځواب کې ويلي دي، چې عبدالکبير د تخار د ځينو، مشرانو، مخورو او علماوو په منځګړيتوب چې لېست يې هم موجود دی، ازاد شوی او بيا کندز ته تللی دی، مولوي عبدالکبير وروسته په رسمي توګه د طالبانو ډلې سره يوځای شوی دی.
له بل پلوه هم ويل شوي دي چې د تلاشۍ او کور په کور پلټنې په ترڅ کې د نظام دننه ځيني سيمه ييز مخور، د ځينو کورنو د پلټلو مخه نيولې ده. په راپور کې ويل شوي دي چې احتمال دی چې د طالبانو جنګیالي په همدې کورونو کې ځای پرځای شوي ؤ. همدارنګه د ولسي جرګې پلاوي ويلي دي چې د تخار د ځينو اوسېدونکو د څرګندونو او شکايتونو په اساس، سيمه ييز مشران د تخار امنيتي دستګاه د چارواکو او په ځانګړي ډول ددې ولايت د امنيت امر، راز محمددورانديش په ګومارنه کې نفوذ او رول لري.
د ولسي جرګې پلاوي موندنې ښيي چې ځیني سرتېرې مخکې له دې چې له خوبه پاڅېږي، وژل شوي ؤ. په دې توګه ځيني شايعات لکه «نامعلوم مسموميت، خوب راوړونکي درمل…» خپاره شوي دي، ځکه سرتېري په «غير معمولي خوب» ويده شوي ؤ.
همدارنګه به دې راپور کې راغلي چې ډېری سرتېري د سر له اړخه ګولۍ خوړلي او دا موضوع څرګندوي چې دا سرتېري له نږدې واټن نه د شپې دوربين په وسيله په نښه شوي دي. په دې راپور کې راغلي دي چې د تخار د امنیت امر د پښو له اړخه ټپي شوي ؤ او همدارنګه پر ګردې يې هم یوه ګولۍ لږېدلی وه. نوموړی وروسته له ډېرې وينې تويېدنې او روغتون ته په لېږدولو کې د ځنډ له امله، د کومنډو په تمځای کې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اندېښنې وړ وضعیت؛ که مرسته ونه رسېږي، تخار به سقوط وکړي
د ولسي جرګې له لوري د ټاکل شوي پلاوي په راپور کې راغلي دي چې د تالقان ښار او بهارک ولسوالۍ شاوخوا ځینې سيمو کې د «ولسي پاڅونو کوونکو» په نامه ځيني غير مسوول وسله وال حضور لري چې يو زر او ۲۰۰ تنه يې ثبت شوي دي او امکانات ترلاسه کوي. په ورته وخت کې دې پلاوي موندلي دي چې له دې ډلې ډېری کسان يې خيالي کسان دي او امکانات يې د زورواکو لخوا حيف او ميل کېږي.
ددغه راپور په اساس تمه ده چې په دې ولايت کې د پوليسو له شمېر نه ۲۸۰ تنه کم شي. پردې سربېره ويل شوي دي چې دغه کمښت د اردو په برخه کې هم احساس کېږي. د ولسي جرګې پلاوي ته امنيتي چارواکو ويلي دي چې يوازې درې ټوليه ماورای کوکچه کې فعال دي او پرسونل يې لا هم بشپړ نه دی. د راپور په اساس، له دغو ټوليو نه په یوه کې يې ۳۷ کسه او په بل کې ۴۰ نفره پرسونل حضور لري.
د حقيقت موندونکي پلاوي لارښوونې/سفارش: شته خلاوې دې ډکې شي
د ولسي جرګې ټاکل شوي پلاوي د خپل راپور په وروستۍ برخه کې ويلي دي چې د ملي امنيت په شمول، د امنيتي بنسټونو مشران بايد د تخار د بهارک پې پېښه په تخصصي توګه وڅېړي او هغو کسان چې په سيمه کې يې وظيفوي غفلت کړی دی عدلي او قضايي بنسټونو ته دې وروپېژني . ياد پلاوي په دې راپور کې د ملي امنيت له ریاسته غوښتي دي چې په تخار کې دې د خيزش مردمي د شمېر د اړتيا او ټاکلو په برخو کې له سره غور وکړي. همدارنګه له ملي امنيت رياست نه غوښتنه شوې چې په دغو ليکو کې پړه او خطا کاره کسان دې پيدا او د قانون منګلولو ته دې وسپاري. په دې راپور کې وړانديز شوی چې په نظامي برخو کې د اشخاصو ګومارنه دې د وړتيا او تجربې په اساس وشي او د هغو کسانو مخه دې ونيسي چې د سيمه ييزو مخورو په ملاتړ په کليدي پوستونو کې ګمارل کېږي. د ولسي جرګې پلاوي همداراز وړانديز کړی چې په دې ولايت کې دې د بېړنيو حالاتو د کنټرول لپاره ريزرف قطعه رامنځته کړي او همداراز يو کاري تجربه لرونکی جنرال دې ددې ولايت د امنيه قومندانۍ لپاره وګوماري.
د تخار د بهارک پېښه له جدي غبرګونونو سره مخ شوه. له دې پېښې وروسته پر طالبانو د دوحې تړونليک د نقض له امله نيوکې ډېرې شوې، خو دغې ډلې وويل چې د بهارک بريد، د امنيتي ځواکونو ددوه اونيزو عملياتو په ځواب کې، ترسره شوی دی!

Back to top button