که کومه ورځ د خپل ژوند په اړه کتاب ولیکم، نه پوهېږم نوم یې څه کېږدم؟ خو باوري یم چې نوم به یې «هغه څپرکي چې هېڅ چا ونه کتل»، یا «له دغو ټولو ورځو وروسته» او ښايي هم «یوازې زه» کېږدم. خو ډاډه یم چې د کتاب په پاڼو کې به داسې خبرې لیکل شوې وای چې لوستل یې د هر چا د وس خبره نه وه. په هغه کتاب کې به د خنداګانو کیسې وې، د هغو هیلو یادونه به پکې وه چې یوه ورځ مې په ټول وجود پرې باور درلود؛ د هغو خلکو کیسې به وې چې راغلل او بېرته لاړل او د هغو ارمانونو یادونه به هم وه چې لا مې هم د زړه په کوم ګوښه ځای کې ساه اخلي؛ خو له دې ټولو ورهاخوا، هغه کړاوونه به پکې و چې کلونه مې بې غږه وزغمل.
که د ژوند کتاب مې لیکل کېدای، لویه برخه به یې د مني په څېر وه؛ اوږد، ارام او چوپ منی. هماغه موسم چې ونې خپلې پاڼې، یوه یوه له لاسه ورکوي؛ بې له دې چې څوک ترې وپوښتي چې چمتو دي که نه؟ ښايي زما ژوند هم کله کله همداسې و. داسې پاڼې مې لرلې چې ورسره تړلې وم؛ انسانان، هیلې، باورونه او هغه ورځې چې ګومان مې کاوه تلپاتې به وي. خو داسې وخت راغی چې یو یو یې راڅخه واخیستل او زه یوازې ودرېدم او ننداره مې وکړه.
خزان تل په یو لوی توپان نه پیلېږي. کله کله په ډېرې چوپتیا کې راځي؛ په یوه خبر، په یوې مخه ښې، په یوې ماتې، په یوې نه پاملرنې، په یوې تړلې دروازې، په یوې اوږدې شپې او ان د یو کس په چوپتیا چې تمه دې لرله ترڅنګ به دې وي. وروسته سترګې غړوې او ګورې چې په دننه کې دې څه بدل شوي. لا هماغه یې، هماغه څېره لرې، هماغه نوم، هماغه ژوند، خو نور د تېر په څېر نه یې.
د ژوند په کتاب کې به مې د هغو شپو کیسې هم لیکل شوې وای چې خوب به مې له سترګو تښتېدلی و او ما به په زرګونو سوچونو او ستړیا چت ته کتل. هغه شپې چې څوک نه پوهېدل، د چوپتیا تر شا مې څه تېرېږي؟ ښايي نورو تصور کاوه چې هر څه سم دي، ځکه موسکا مې کوله، خبرې مې کولې او ژوند ته مې دوام ورکاوه. خو څوک نه پوهېدل چې ځينې موسکاوې د خوشحالۍ پایله نه ده؛ کله کله یو څوک موسکا کوي ځکه نور د درد د بیانولو وس نه لري.
که د ژوند کتاب مې لیکل کېدای، د لیکوالې په توګه به مې د هغو ورځو کیسه هم لیکله چې مجبوره وم پیاوړی واوسم؛ ان هغه مهال چې زړه مې غوښتل یو څوک راسره کېني او راته ووایي: اړینه نه ده چې تل ځواکمنه اوسې.
د هغو ورځو کیسې به مې هم د کلمو په منځ کې ځای کړې وای چې زر وارې ماته شوې وم، خو سهار به بېرته له ځایه پورته شوم. نه له دې کبله چې درد مې نه لاره؛ له دې کبله چې ژوند د رغېدو په تمه نه پاتې کېږي. کارونه باید شوي وای، مسوولیتونو دوام لاره، ورځې یو په بلې پسې راتللې او زه باید له ستړیا سره سره مخکې تللې وای.
په کتاب کې به مې ښايي داسې څپرکي هم وي چې په اوښکو لیکل شوي. په ځانګړې توګه هغه ورځې چې ځان مې په کور کې بندیوانه احساسوله؛ خپلې همزولې مې لیدلې چې د نکاح په شنو جامو او د مېړه په کور کې په سپینو جامو کې وې. هغه ورځې چې خبرونه مې څارل څو د ښوونځيو د پرانېستلو اعلان واورم او یوه شېبه ښوونځي ته ننوځم او په مینه د کتاب پاڼې واړوم.
هغه ورځې چې د ټولنې پر اوږو بار او مجرمه وبلل شوم، ټولنې ته د شرم او خپل پلار او مور ته د ویاړ احساس وګرځېدم. هغه ورځې چې یوازې مې اوښکې تویې نه کړې؛ له شرایطو او وخته وتښتېدم، له وطنه د وتلو دویم پلان مې جوړ کړ او د وتلو لپاره مې زرګونه تړلې لارې تجربه کړې. هغه ورځې چې یوازې په تمه پاتې شوم، خو ستونی یې راډک کړ.
د هغو خلکو په اړه څپرکي به هم و چې مینه مې ورسره لرله، خو نه توانېدم ویې ساتم. د هغو په اړه چې له ځانه ورته تېره شوم او ان یو وار هم پوه نه شول چې څه څه مې ورته له لاسه ورکړل. هغه خبرې چې ومې نه کړې، د هغو احساساتو په اړه چې پټ مې وساتل او د هغې مخه ښې په اړه چې ظاهراً پای ته ورسېده، خو په دننه کې مې لا هم دوام لري.
ځینې کسان مو له ژونده وځي، خو د زړه له حافظې مو نه. پنځه کاله کېږي چې خورلڼې او له هغوی سره تړلې خاطرې یې د انځور په څېر راسره پاتې دي؛ لکه یو عکس چې یوازې لمسېدای شي. دا د لویېدو له ترخو برخو یوه ده؛ دا چې زده کوې له ځینو سره مینه ولرې، خو هممهاله دا هم ومنې چې نور به دې په ژوند کې نه وي.
که د ژوند کتاب مې لیکل کېدای، د یوازیتوب خبره به مې هم پکې وه. نه هغه یوازیتوب چې یوازې د خلکو د نشتوالي له امله و، بلکې داسې یوازیتوب چې ان د ګڼې ګوڼې په منځ کې یې هم احساسوې. کله دې چې زرګونه کسان شاوخوا وي، خو څوک نه پوهېږي چې په دننه کې دې څه شور دی. کله دې چې زړه غواړي خبرې وکړې، خو نه پوهېږې له چا سره؟ کله دې چې خبرې دومره ډېرې په ځان کې ساتلې او چوپتیا دې د شخصیت یوه برخه ګرځېدلې وي؛ دومره دې راټولې کړې چې ستونی دې له سلګیو ډکوي. دا سلګۍ یوازې د زدهکړو، ازادۍ او د نجلۍتوب له امله نه دي؛ دا د هغه عمر له امله دي چې ورو ورو تېرېږي. اتلس کلنه یم، خو د یوې شپېته کلنې په څېر ژوند کوم؛ محدوده او بندیوانه.
ښايي د کتاب لوستونکی په ځینو پاڼو کې له ځانه وپوښتي: ولې دې انسان دومره ډېره چوپتیا غوره کوي؟ ځواب به یې اسانه وي: ځکه ځينې دردونه دومره ژور دي چې په خوله نه راځي. ځينې دردونه نه شي ویل کېدای، ځکه شرایط یې نه لرې، محدودیت او مجبوري چې په ځان کې دې ساتلې، په پټه اوښکې تویې کړې او ځان ته ډاډګیرنه ورکړي. خو زما د ژوند کتاب یوازې د کړاوونو په هکله نه و. که یوازې کړاوونه وای، ښايي هېڅکله به یې د لیکلو ارزښت نه لرلی.
له ټولو خزانونو سربېره پسرلي هم و. ښايي لنډ، کمرنګه، خو واقعي. هغه شېبې چې بیا مې وخندل. سهار چې په هیله راپاڅېدم. هغه کسان چې حضور یې راته د رڼا په څېر و. کوچنۍ بریاوې چې ښايي نورو ته یې ارزښت نه لرلی، خو ماته له سختو ورځو سره د مبارزې پایله وه.
په کتاب کې به لیکل شوي و چې تل بریالۍ نه وم، خو تسلیمه هم نه شوم. ښايي دا مې د کتاب مهمه جمله وي. په وار وار ستړې شوم، په وار وار ناهیلې شوم، په وار وار مې له ځانه وپوښتل: تر کله؟ او ښايي ځينې شپې مې باور کړې وي چې نور یې د دوام وس نه لرم. خو بل سهار راغی او بیا مې دوام ورکړ. ښايي په ستړي زړه، ښايي په ارامو ګامونو، خو دوام مې ورکړ. ځکه همدا ژوند دی؛ کله کله باید په مات زړه هم مزل وشي.
که د ژوند کتاب مې لیکل کېدای، په کې به ټول هغه دردونه ځای پر ځای شوي وای چې د مني په څېر و؛ ټولې هغه پاڼې چې راڅخه بېلې شوې، ټول موسمونه چې ختم شول، ټولې هیلې چې له غوړېدو مخکې مړاوې شوې، ټول هغه کسان چې راغلل او لاړل، ټولې هغه اوښکې چې چا ونه لیدې، ټولې هغه شپې چې په سختۍ سبا شوې او ټولې هغه شېبې چې مجبوره شوم ځان له تیارو وباسم او کوچنۍ هیله مې په اسمان کې الوت و.
خو په وروستۍ پاڼه کې یې نه غواړم ولیکم چې ژوند مې یوازې یو منی و. غواړم ولیکم: هغه له مني تېره شوه، خو خپله پر مني بدله نه شوه. ښايي دا مې په اړه ښکلی حقیقت وي.
ښايي لا هم داسې ټپونه ولرم چې نه دي رغېدلي. لا هم ځینې خاطرې د یوې سندرې په اورېدو، د کوم ځای په لیدو یا ان د یوې ساده جملې په اورېدو راژوندۍ کېږي. لا مې هم وخت ناوخته تېر یادېږي؛ هغه چې زه وم، هغه څه چې لرل مې او هغه ورځې چې نور هېڅکله بېرته نه راګرځي؛ خورلڼې، ښوونځی، زدهکړې، تفریح ځایونه، چکرې او په سړکونو کې ګرځېدل… . خو زده مې کړل چې رژېدلې پاڼې تل د ونې د پای نښه نه ده. کله کله باید ونه پاڼې له لاسه ورکړي څو بیا غوټۍ وشي کړای.
که کومه ورځ مې څوک د ژوند کتاب پاڼې واړوي او د مني څپرکي ته ورسېږي، هیله لرم چې یوازې غم پکې ونه ویني. هیله لرم چې د هرې رژېدلې پاڼې تر شا د مقاومت کیسه هم وویني. د هرې اوښکې تر شا داسې زړه وګوري چې لا یې هیله لرله. د هرې چوپتیا تر شا د زرګونو ناویلو غږ واوري او د هرې ماتې تر شا داسې کس وویني چې له سختیو سره سره لا هم پر خپلو پښو ولاړه ده.
که د ژوند کتاب مې ولیکل شي، ښايي پاڼې یې بشپړې او بې عیبه نه وي. ښايي ځینې پاڼې لکې ولري، ځینې څېرې شوې وي او ځينې ان زه هم ونه غواړم بیا یې ولولم. خو ټولې له ماسره تړاو لري. نه شم کولی تېر څپرکي پاک کړم، نه شم کولی رژېدلې پاڼې بېرته له ونې سره سریښ کړم او نه شم کولی وخت بېرته راوګرځوم.
خو کولی شم راتلونکی څپرکی خپله ولیکم او ښايي د ژوند د کتاب تر ټولو ښکلې برخه وي تر اوسه نه وي لیکل شوې. ښايي له دغه اوږد مني وروسته، پسرلې را روان وي چې په انتظار ارزي. ښايي کله چې تېر ته ګورم، پوه شم تمه نه وه ټول هغه دردونه مې له منځه یوسي؛ موخه یې رغول و.
که هغه ورځ راشي، د خپل کتاب وروستۍ جمله به داسې ولیکم: زه د مني له زرګونو موسمونو تېره شوم؛ ډېرې پاڼې راڅخه ورژېدې، خو رېښې مې ژوندۍ وې او همدې بسنه کوله چې بیا یوه ورځ پسرلی له ما پیل شي.





