د اردن پاچا دویم عبدالله ویلي چې له فرانسې سره یې د همکارۍ دفاعي هوکړه لاسلیک کړې ده.
نوموړي پنجشنبه د سپټمبر پر ۱۷مه په اېکس کې لیکلي چې امان او پاریس د لبنان له ولسمشر سره یو ځای په سیمه کې د ثبات د ټينګېدو لپاره پر خپلو ژمنې ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د اردن پاچا ویلي چې د لبنان له ولسمشر سره یې د لبنان له وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ په موخه د «عقبې بهیر» له ناستو د پاریس د کوربتوب پر ارزښت ټينګار کړی دی.





