استالف کې د کلالۍ صنعت پيکه کېدل؛ ۵۰ سلنه کارخونې یې له کاره لوېدلې

کلالي یا د خټینو لوښو د جوړولو صنعت په افغانستان په ځانګړې توګه د کابل استالف ولسوالۍ کې یو له پخوانیو صنعتونو څخه ګڼل کېږي. پخوا به د دغې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکو له خټو لوښي جوړول؛ خو اوس دا صنعت مخ په ځوړ روان دی. په دې ولسوالۍ کې ځینې کلالان وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د خټينو لوښو د جوړولو ۵۰ سلنه کارخونې له کاره لوېدلې دي. د هغوی په خبره، د کلالۍ له ۲۶ کارخونو څخه شاوخوا د ۱۳ کارونه یې په ټپه ولاړ دي.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې یو کلی د کلال په نامه یادېږي، چې د دغه کلي ځینې اوسېدونکي لا هم د خپلو نیکونو کسب ته دوام ورکوي. هغوی چې خټين لوښي جوړوي، په دې ولسوالۍ کې د کلال په نوم یادېږي.
استاد نورآغا استالف کې یو کلال دی. نوموړی شاوخوا ۴۵ کاله عمر لري او له ماشومتوبه خټين لوښي جوړوي.
نورآغا د خټينو لوښو د جوړولو په تړاو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «په دغه کسب کې له ځانګړې خاورې خټين لوښي جوړېږي، چې نوم یې مکن خاوره ده. خاوره غلبیل کېږي او له هغې وروسته په پښو پخېږي. له دې وروسته اصلي کار شروع کېږي. خټین لوښي په پښو او لاسونو جوړېږي او له کوم ماشین څخه ګټه نه اخیستل کېږي. کله چې لوښي جوړ شول، د وچېدو لپاره یوې خونې ته چې د تودوخې ځانګړې درجه لري، وړل کېږي. له وچېدو وروسته، په ځانګړو بوټو رنګ ورکول کېږي او د رنګ د پخېدو لپاره نغري کې اېښوول کېږي. له څو ساعتونو وروسته لوښي له نغري رااېستل کېږي، چې وروسته بیا لوښي د کارونې وړ ګرځي.»
د کلالۍ صنعت چې تر اوسه په میراثي توګه په دغې ولسوالۍ پاتې شوی، د مېرمنو په ګډون د کورنۍ ټول غړي پکې بوخت دي. په کلال کلي کې ډېری ماشومان دا کسب د کورنیو له مشرانو څخه زده کوي.
د کابل استالف ولسوالۍ کې د خټینو لوښو ځينې پلورنځي هم د بازار له نشتوالي سر ټکوي. محمداسحاق په استالف ولسوالۍ کې د خټينو لوښو پلورنځی لري. هغه وايي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په دې ولسوالۍ کې د کلالۍ ۲۶ کارخونې وې؛ خو اوس یې شمېر شاوخوا ۱۵ ته راکم شوی دی. د نوموړي په خبره، له دې وړاندې سربېره پر دې چې بهرنیو سیلانیانو د هغوی محصولات پېرل، بهرنیو هېوادونو په ځانګړې امریکا ته هم صادرېدل. محمداسحاق وايي، په بازار کې پلاستیکي، شیشه يي او چیني لوښو هم د خټينو لوښو بازار پیکه کړی او تر اوسه حکومتونو هم پام نه دی ورته کړی.
له بلې خوا ځينې هېوادوال له خلکو غواړي، چې د افغانستان له کورنیو محصولاتو کار واخلي. میرویس او محمدانور نبي زاده د کابل اوسېدونکي دي. هغوی د کلالي لوښو پېرلو لپاره استالف ولسوالۍ ته راغلي دي.
هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې هېوادوال دې له کورنیو محصولاتو ګټه واخلي، تر څو صنعتي شرکتونه له کاروباره ونه لوېږي؛ ځکه په خبره یې، بیه یې کمه او خواړه په ځانګړې ډول ښورا پکې ځانګړی خوند کوي.
افغانستان کې د خټينو لوښو کارونه اوږده مخینه لري او پخوا به کلالي له مهمو صنعتونو څخه ګڼل کېده. دا صنعت کار زیات غواړي؛ خو ګټه یې کمه ده.
که څه هم اوسمهال افغانستان کې ډېر لږ شمېر خلک له خټينو لوښو کار اخلي؛ خو بیا هم د ګلانو د ساتلو او د سړو اوبو او شړمبو لپاره یې ځانګړي لوښي کارونه لري.
د تاریخي سرچینو په حواله، د کلالۍ صنعت شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې له بخارا افغانستان ته رالېږدول شوی او اوسمهال یې د استالف په ګډون په ځينو برخو کې نښې نښانې لېدل کېږي.