۸صبح، فاریاب: فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشومان مړ او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه پېښه دوشنبه سهار د غبرګولي پر ۹، د دغه ولایت خان چارباغ ولسوالۍ پر اندخوی – میمنه لویې لارې شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه له سړک څخه د یوه سرف ډوله موټر د وتلو او اوښتو له امله شوې ده.
په دې وروستیو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې ترافیکي پېښو وګړي قرباني کړي دي.