افغان مشروطه غورځنګ له څو اړخونو، په افغانستان او سیمه کې د عطف ټکی و. په افغانستان کې دننه د ښکېلاک په وړاندې د خلکو د پوځي پاڅون ترشا لومړنی سیاسي ـ عقلاني خوځښت و، چې بالاخره یې پوځي مقاومت بریالی کړ او هېواد یې د خپلواکۍ تر منزله ورساوه، پر سیمه یې هم اغېز تر دې لا ژور و؛ که څه هم په هند کې د خپلواکۍ غوښتنې نهضت تر ځوان افغان مشروطه نهضته مشر او پخوانی و، خو د افغانستان ولس او په سیاسي رهبرۍ کې مشروطه غوښتونکیو د انګریزي ښکېلاک په تاریخ کې لومړنۍ کړۍ ماته کړه او د سیمې خپلواکۍ غوښتونکیو ته یې زبات کړه، چې ستره بریتانیا هم ماتېدلای شي او خپلواکي ممکنه ده.
تر دې پخوا هم افغانانو په پوځي ډګر کې دوه ځله انګریزان مات کړل، ویې وژل او ويې شړل، خو چې په دروازه به یې وایستل نو له کړکۍ به راننوتل او چې په پوځي یونیفورم کې به یې وشړل نو دملنګ و اخوند و کوډګر و طبیب په جامه کې به بېرته راننوتل او د جاسوسۍ په منتر به یې سرداران تېر ایستل. څه وخت به لاتېر نه و، چې انګریزان به بیا پر کابل واکمن شوي وو. مشروطه نهضت دې ته متوجه و او دې باور ته رسېدلی وو، چې دښکېلاک دبشپړې ماتې لپاره دخلکو دسیاسي شعور لوړول، د یوه مشروطه ، ولسواک ، خدمتګزاره او مسئول حکومت جوړول، اقتصادي ودې ته لاره هوارول او تر ټولو مهمه دخپلواکۍ تر ګټلو ډېر دخپلواکۍ دساتلو لپاره فکر او عمل کول ضروري دي. په دې بهیرکې د سِراج الاخبار خپرېدل د خلکو دشعور دلوړولو لومړی ګام و د اعلیحضرت امان الله شاه غازي په څېر ځوان، پرمختګپال او موډرن پاچا واک ته رسول یې دوهم او بیا هراړخیز اماني ریفورمونه یې هم ورپسې ګامونه بللای شو.
په حقیقت کې افغان مشروطه نهضت د ختیځ لومړنی بریالی عقلاني پاڅون دی، چې د ښکېلاک مبارزه یې د تورې ترڅنګ دهغې زمانې په موډرنو سیاسي ـ فرهنګي لاروچارو راپیل کړه، ښايي همدا نهضت وروسته د عدم تشدد دمبارزې الهام شو او په ختیځ کې یې دښکېلاک په وړاندې عقلاني ، دوامدارې او اغېزمنې مبارزې ته تاداو کېښود.
لویدیځ ښکېلاک دختیځو هېوادونو د لاندې کولو په بهیر کې د هرهېواد له کورنیو کړکېچونو، مستبدو نظامونو او داخلي شخړو څخه ګټه پورته کوله. په فرهنګي ډګر کې یې د خلکو ترمنځ له موجودو خرافاتو، بې بنسټه باورونو او اقتصادي احتیاجه استفاده کوله ، یوه ته به د پیر په جامه کې راغی او د انګریز په ګټه غیبي اوزونه به یې ورته وکړل، بل ته به یې غوږ کې وویل : چې ملاییکو درته تر پلانۍ ونې لاندې وسلې خښې کړې او درېيم به یې پوه کړ، چې امان الله شاه کافر شوی دی.
مشروطه غوښتونکي په دې چمونو پوهېدل او دهمدې لپاره یې دخلکو دپوهولو هڅه کوله، هغه مهال دا هڅه بيخي ګواښمنه وه، عجیبه دا ده چې لاهم داسې هڅه ګواښمنه ده.
موږ مخکې وویل، چې په هند کې د ازادۍ غوښتونکیو پاڅونونو عمر زموږ ترمشروطه غورځنګه ډېر و، د استاد حبیبي په قول پیاوړي روحاني شاه ولي الله دهلوي ان لا په ۱۷۵۶ کې خپل فکري او اصلاحي خوځښت پیل کړی و ( حبیبي ۷۸) . تر دې سل کاله وروسته په ۱۸۵۷ کې د هند پراخ ازادي غوښتونکي پاڅونونه د انګریزانو له خوا د غدر ترنامه لاندې وځپل شول، په دې ټوله موده کې افغانان کرار نه و ناست ، په لومړۍ افغان ـ انګریز جګړه ( ۱۸۳۹ ـ ۱۸۴۲ ) کې یوځل او په دوهمه هغې کې ( ۱۸۷۹ـ ۱۸۸۰ ) کې یې دوهم ځلې انګریزانو ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې، خو څه وشول، چې د شیخ الهند نوموتی شاګرد مولانا عبیدالله سندهي ، راجا مهندراپرتاب او ملګري یې په (۱۹۱۵) کې کابل ته راغلل او دلته یې د هندي مبارزینو سیاسي سنګر پرانیست؟ داسې ښکاري، چې له سِراج الاخبار څخه د ( حی علی الفلاح ) غږ ددوی تر غوږونو رسېدلی و. په حقیقت کې مشروطه غورځنګ دهندي خپلواکۍ غوښتونکیو لپاره دهیلو او الهام یوازینی سنګر شو، چې په پیل کې یې دهند مبارزین تر کابله راوستل اوبیا وروسته په کابل کې دهند دموقت حکومت ترجوړېدلو پورې خبره ورسېده. خبره یوازې همدومره نه وه، په ټوله نړۍ کې دانګریز ضد ځواکونو دتمې سترګې په کابل کې نوي راپاڅېدلي مشروطه غورځنګ ته راواوښتلې، ترکانو او دمنځني ختیځ نورو مسلمانانو د دوی په وجود کې داسلامي نړۍ لپاره دخلافت دبیا احیا لمرڅرک ولیده، ځکه د مشروطیت غورځنګ ګڼ بنسټ ایښوونکي روښانفکره دیني عالمان او مولویان وو، جرمنانو فکر وکړ، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په تاوده ډګرکې د انګریزانو په وړاندې ترټولو لوی سنګر همدا په ولولو راغلی کابل کېدلای شي. دوی ټولو لیده، چې داځل یوازې پښې لوڅي او احساستي ولسي لښکرې نه ، بلکې د دوی ترڅنګ هوښیار، لوستي، دنړۍ په سیاسي نیرنګونو خبر روښانفکران هم سره یولاس شوي دي، دا ځل دوی یوازې له انګریز سره نه جنګیږي، بلکې سیاسي او اقتصادي اصلاحات هم غواړي، د ولسواکۍ لومړني دکتورین خلکو ته ورپېژني او داخبار په ژبه ولس ته د ښکېلاک دسیسې افشا کوي. مشروطه غورځنګ دمطلقې استبدادي واکمنۍ پرځای یو مشروطه نظام غواړي، چې اساسي قانون، ولسي جرګه ، فابریکه ، برېښنا، راډیو، بانکي سیستم او ترټولو مهم معاصر معارف او مطبوعات هم ولري. دلومړي ځل لپاره مشروطه غورځنګ خلکو ته مدني ژوند، له خپلو اقتصادي سرچینو څخه دګټې اخیستې راز او دتولید اهمیت ورمعرفي کاوه اوټول افغانستان یې نوی کاوه، دا هغه څه و، چې انګریزي ښکېلاک یې بیخي حوصله نه درلودله او داځل یې ګټه په تاوان کې وکړه، حاضر شو، چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني
ددې لپاره چې دتنفس یوه موقع ترلاسه کړي او دځوان اماني حکومت په وړاندې یوځل بیا استخباراتي لارې ګودرې ولټولای شي. داځل انګریزانو دوه نوي تکتیکونه تر کار لاندې ونیول : لومړی داچې په کور دننه اماني اصلاحات او حکومت وځپي. د دوهمو مشروطه غوښتونکیو غړي په خپلو منځونو کې ښکېل کړي او داسې تور او ارتجاعي اغتشاشونه یې پرضد راوپاروي، چې پایلو یې دا دی تر اوسه هم زموږ دپرمختګ پرستوني منګولې لګولې دي. دوهم کار یې دا و، چې د سیمې د ټولو ازادي بښونکیو نهضتونو پښه له کابله لنډه او دهیلو او الهام دغه سرچینه وروچه کړي. دا نگریز ترمخامخ فشار لاندې جلاوطني هندوستاني نهضت او حکومت په کابل کې ډېر دوام ونه کړای شو او نوموتي غړي یې بېلابېلو هېوادونو ته ووتل، تر دې چې دهند له بشپړې خپلواکۍ سره ژوندي پاتې هغه یې بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
انګریزانو ان لا د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمايي کې د امیر شېرعلي خان د دورې له اصلاحاتو څخه دا انتباه اخیستې وه، چې د افغانانو ویښتیا او روښانتیا به د دوی نورو مستعمرو ته د خطر زنګ وکړنګوي، دهمدې لپاره یې امیر وو یراوه، پر افغان سیدجمال الدین یې زمکه د اورتبۍ کړه او تر دې وروسته یې د افغاني پوتنسیل دماتولو لپاره دغه ستر ولس او دهغوی تاریخي هېواد دوه ځلې ټوټې کړ، لومړی ځل د ګندمک او دوهم ځل دډیورند دکرغېړنو خط کشیو له لارې.
عجیبه دا وه، چې کوشني پاتې شوي افغانستان هم دخپلو څو روښانفکره زامنو په مرسته وکړای شول دسیمې د خپلواکۍ غوښتونکیو دراټولېدو مرکز شي. دمشروطیت غورځنګ په زغرده هندوستاني مبارزینو ته پیغام ورکړ، چې یو ویښتیايي او روښانتیايي نهضت کړای شي، ستاسو ستر هېواد خپلواک کړي. همداسې وشول، د افغاني مشروطیت پر پلونو دهندوستان کانګرس ګام کېښوده او بالاخره یې نیمه وچه خپلواکه کړه. که څه هم هماغه سزا، چې افغانستان ته ورکړل شوې وه، هندوستان هم ولیده، دغه هېواد هم ټوټې ټوټې شو، خو دخپلواکۍ مخه یې چا ونه شوه نیولای.
مشروطه غورځنګ او دهندوستان دمبارزینو کوربه توب درس راکوي، چې همد اوس هم ویښتیا، روښانتیا او عقلاني سیاست ته اړتیا شته، اوس هم دخلکو دسیاسي شعور، یوه خدمتګزاره حاکمیت، ولسواکي او دسیمې په کچ یو پربل اعتماد کړای شي موږ ټول دمعاصر ښکېلاک له پېچلیو دسیسو څخه وژغوري. زموږ دغه ټوله سیمه دهاغه عقلاني سیاست بیا پرېکټس ته اړتیا لري، چې زموږ مشروطه خواه نیکونو، دهند خپلواکي غوښتونکيو مبارزینو او نورو سیمه ییزو روښانفکره نهضتونو راپیل کړی و.
تاریخ رانه پوښتي: پرهغه ولس څه وشول، چې یو وخت به یې دنورو دموقت او مهاجرو حکومتونو د هیلو او الهام دسرچینې په توګه د سیمې د خپلواکي غوښتونکیو کوربني کوله، خو دا دی سل کاله وروسته د هماغه ښکېلاک میراث خواره ورته په خپلو ښارونو کې مهاجر، موقت اود ډول ډول حکومتونو موډلونه جوړوي او پرې ورتپي یې.
که دتاریخ له دې بحثونو څخه مو دنن لپاره دهمدې پوښتنو سبق اخیستی وي، نو ګټه یې وبولئ او که نه دا خواري مو هم پراوبو لاهو شوې بویه.