د افغانستان د اوبو د تګلارو ستونزمن راتلونکی

اوبه هغه عنصر دی چې  شتوالی یې د انسان د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول لري او د کرنې او صنعتي سکتورونو د پرمختګ لپاره اړین دی. که څه هم د ځمکې د سیارې ۷۱ سلنه برخه اوبه دي، خو د ځمکې د سیارې یوازې ۸۶ سلنه اوبه د لاسرسي وړ او د انسانانو د کارونې لپاره مؤثرې دي (۱). افغانستان په سیمه کې د پاکو اوبو د سرچینو او د اوبو د ګڼو حوزو په لرلو سره ځانګړی هایدروپولیټیک موقعیت او اهمیت لري. سره له دې چې افغانستان یو غرنی او په وچه کې را ګیر هېواد دی؛ خو د افغانستان همدا لوړ غرونه د کال په اوږدو کې واورې او کنګلونه ساتي او د هېواد د اوبو زېرمې جوړوي. د څېړنو پر بنسټ، افغانستان هر کال شاوخوا ۸۰ میلیارد متر مکعب اوبه تولیدوي، له دې منځه یوازې ۲۰ میلیارد متر مکعبه اوبه په کوردننه کارول کېږي او پاتې ۶۰ میلیارد متر مکعبه د افغانستان څلورو ګاونډیو هېوادونو (ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان) ته بهېږي (۲).

افغانستان د اوبو دا پينځه حوزې لري: د امو سیند د اوبو حوزه، د شمال د اوبو حوزه، د کابل د اوبو حوزه، د هریرود د اوبو حوزه او د هلمند د اوبو حوزه. د اوبو د پينځو حوزو له منځه څلور یې له ګاونډیو هېوادونو سره اوبیز مشترکات لري، داسې چې په شمال کې له ازبیکستان او ترکمنستان سره، په سویل ختیځ کې له پاکستان او په سویل لوېدیځ کې له ایران سره د اوبو مشترکات لري. له دې سره سره چې په ۱۳۵۲-۱۳۵۷ کلونو کې د محمد داوود د حکومت له خوا د افغانستان د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره اغېزناکې او ستراتیژیکې هڅې وشوې او د هلمند، هریرود، امو او کابل د اوبو په حوزو کې د بریښنا د انرژۍ د تولید او کرنې لپاره د اوبو د بندونو د جوړولو لومړني کارونه ترسره شول خو د شوروي اتحاد لخوا د افغانستان د اشغال په پېلېدو او ورپسې په وروستۍ نیمه پېړۍ کې د پرلپسې سیاسي او امنیتي کړکېچونو او بې ثباتیو له امله اجازه ورنه کړل شوه چې د  هېواد د اوبو له فرصتونو او ظرفیتونو په سمه توګه ګټه واخیستل شي.

خو له دې ټولو سره سره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښې او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړۍوال ایتلاف له حضور وروسته، دغه هېواد ته یو ځل بیا فرصت برابر شو چې د هرات، هریرود، کابل او امو سیند په حوزو کې د اوبو د سرچینو د مدیریت تګلارې بېرته پیل کړي. په دې لړ کې د هلمند پر سیند د کمال خان بند د افغان حکومت د لومړۍ سترې پروژې په توګه بشپړ شو. په هرات کې د هریرود پر سیند د پاشدان بند جوړېدل او د کمال خان بند په پرتله د څو برابره اوبو د زېرمه کولو په ظرفیت سره د فراه د بخش اباد بند د عملي چارو پیلېدل، د کابل پر سیند د شاه توت بند او اوس د قوش تېپې د کانال د ۳۰ سلنه چارو عملي کېدل او د افغانستان د شمال د تندو او وچو دښتو پر لور د اوبو سیند د اوبو ورسیخول پر دې سربېره، چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د ړنګ شوي حکومت له مهمو پرمختیايي لاسته راوړنو ګڼل کېږي، دغو تګلارو د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د ایران د اوبو امنیت له ډېرو ننګونو سره مخ کړی دی.

په ټوله کې په دغه تحلیلي متن کې زموږ اصلي پوښتنې داسې مطرح کېږي، چې د افغان دولت د  هلمند، کابل او امو سیند پر ګډو سیندونو د بندونوجوړولو تګلاره به د دې هېواد او سیمې راتلونکې ته څه پایلې ولري او ایا د اوبو سیاسي کول او امنیتي کول به د افغانستان د تاریخي کړکېچ د لا ژوریدو او نویو ترینګلتیاوو لامل نه شي؟ د دې متن نظریاتي اډانه د بریتانیوي مشهور جیو پولیټیسټ پیټر هاکټ د تیورۍ پر بنسټ جوړه شوې ده. هغه ۱۲ جغرافيايي عوامل د هېوادونو تر منځ د کړکېچ او جګړې لامل ګڼي، چې هغه د هېوادونو تر منځ د اوبو د سرچينو پر وېش راڅرخېږي(۳) زموږ د څېړنې میتود توصیفي تحلیل دی.

۱- د کمال خان بند او پایلې یې

کمال خان بند د اوبو یوه لویه پروژه او په عین حال کې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پرځېدلي حکومت له مهمو لاسته راوړنو دی. د دغه لوی بند لومړنۍ چارې ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې وې، خو د تېرې نیمې پېړۍ د کړکېچونو او بې ثباتیو له امله نیمګړی پاتې شو، تر دې چې د جمهوريت د حکومت په وروستیو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او  د نظام د سقوط د بهیر د ګړندي کېدو د یوه متغیر  په توګه یې هم یادولای شو، ځکه چې اشرف غني د اوبو د امنیتي کولو په هڅه کې و.

د کمال خان بند په نیمروز ولایت کې له ایران سره د هلمند پررګډ سیند جوړ شوی او د (۵۲) میلیونه متر مکعب اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري (۴) او تر ۱۸۴ زره هکتاره زیاته ځمکه خړوبوي او دغه راز د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د کمال خان بند د اوبو د زیرمه کولو د بهیر پېلېدل د ایراني چارواکو له ژورو اندېښنو او اعتراضونو سره مخ شول، ځکه د دغه بند په جوړولو سره د ایران سیستان و بلوچستان، زابل او سویلي خراسان سیمو ته د اوبو جریان کم شو. د دغه بند له جوړیدو دوه کاله وروسته د سیستان سیمه د اوبو د کمښت له خورا بې ساري ناورین سره مخ شوې ده، چې د ډله ییزو کډوالیو، بیکارۍ، بې وزلۍ، د چاپیریال د خرابېدو، اقلیمي بدلون، په سیمه کې د دوړو د توفانونو، د کرکېلې د له منځه تلو او په پای کې د احتمالي لاریونونو او د مدني نافرمانیو په څېر پایلې لري، چې عملاً یې د ایران ملي امنیت په خطر کې اچولی دی (۴)

د پیټر هاکټ د تیورۍ له مخې، داسې شننه کولای شو چې که طالبان د ایران د حکومت او خلکو غوښتنې او ژورې  اندیښنې بابېزه وګڼي، په افغانستان کې د نیابتي جګړو د رامنځ ته کیدو امکان شته. د دې تر څنګ ایران کولای شي د ۱۳۵۱ کال د اوبو د تړون په معیار ګڼلو سره دا مسئله د نړیوالو سازمانونو له لارې تعقیب کړي.

۲- د شاه توت بند او پایلې یې

د شاه توت بند د افغانستان د اوبو بله پروژه ګڼل کیږي. دا بند به د کابل پر سیند جوړېږي او که بشپړ شي، نو کابل به د افغانستان په یو زرغون ښار بدل شي. د دغه بند د جوړېدو تړون په ۱۳۹۹ کال کې له هند سره د ۲۸۶میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو. دا بند د ۴۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۱۴ میلیارد متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. په پلازمېنه کې د اوبو د دغې سترې پروژې عملي کېدو د کمال خان بند په څېر د پاکستان سختې اندېښنې راپارولي دي، ځکه افغانستان د کابل سیند له لارې له پاکستان سره د اوبو مشترکات لري، په دغه بند کې د اوبو د زیرمه کېدو په صورت کې د پاکستان ځینې برخې لکه ایران د اوبو د کمښت له ناورین سره مخ کیږي (۵).

۳- د قوش تېپې کانال او پایلې یې

د قوش تېپې  کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو لویه پروژه ګڼل کیږي. که دا کانال بشپړ شي، د افغانستان د شمال شاړې ځمکې او لویې دښتې به د سیمې د اوسیدونکو او ناقلانو لپاره پر زرغون چاپېریال بدلې شي. دا پروژه د سردار محمد داوود خان یو بل نوښت و، چې د امو سیند اوبه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ځینو برخو ته انتقالوي. د قوش تېپې کانال ۱۵۰ متره سور، ۸ متره ژوروالی  او ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د یو میلیون هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري. د دې پروژې عملي کار د طالبانو لخوا په درېيو پړاوونو کې پيل شوى او ويل کېږي چې پر دې پروژې به ٢٧٠ ميليونه ډالره لګښت راشي. دغه کانال په یوه ثانیه کې له امو سینده د افغانستان منځ ته د ۶۵۰ متر مکعبه اوبو د اړولو ظرفیت لري. اکانومیسټ خپرونې په دې وروستیو کې لیکلي چې د نړۍ د تودوخې زیاتوالي، اقلیمي بدلون او په منځنۍ اسیا کې د خوږو اوبو سرچینو ته په لوړه بیه لاسرسي ته په پام سره، د امو د ګډ سیند د اوبو د اړولو د کانال کیندلو په تاشکند او عشق اباد کې ژورې اندېښنې راپارولي او د اوبو د کمښت د ناورین په زیاتېدو سره د یوې سیمه ییزې نښتې احتمال له انتظاره لېرې نه دی. (۶)

پایله

سره له دې چې د ځمکې د سیاري ۷۱ سلنه برخه له اوبو جوړه ده؛ خو د نړۍ د تودوخې، اقلیمي بدلون، د سیارې د نفوس زیاتوالي، د بشر لخوا په طبیعت کې لاسوهنې او په راتلونکې یوې لسیزه کې د نړۍوالو لوبغاړو له لوري د ژوند د ترټولو مهمې سرچینې په توګه د اوبو سیاسي کولو او اقتصادي کولو ته په پام سره به د اوبو کمښت په تر ټولو بې ساری بشري ناورین بدل شي او د سیارې د اوبو په ځانګړې توګه د ګډو اوبو غیر عادلانه کارول به د هیوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو او بالاخره جګړې لامل شي.

په دې لړ کې، افغانستان په سیمه کې هایدروپولیټیک اهمیت لري، دغې ځانګړنې افغانستان ته یو مناسب فرصت برابر کړی، خو په موثره توګه ترې د کار نه اخیستو په صورت کې به د ګډو اوبو سیاسي کول پر هغو نورو کړکېچونو سربېره چې په پېړیو یې دغه هېواد د پرمختګ او سیاسي او ټولنیز ثبات له لارې راګرځولی، یو نوی کړکیچ هم رامنځته کړي.

نو افغانستان باید په خپلو پرمختیایي تګلارو او پلانونو کې د هېواد د ملي ګټو د په پام کې نیولو ترڅنګ د اوبو د منل شویو قوانینو او تړونونو له مخې د خپلو ګاونډیانو او د اوبو د شریکانو اندېښنې هم په نظر کې ونیسي. دغو اندېښنو ته د پام نه کولو او د اوبو د سیاسي کولو په صورت کې به چې همدا اوس د طالبانو لخوا روان دي، د افغانستان په کړکېچونو کې یو بل کړکیچ هم زیات شي او ان د سیمه ییزو جګړو لامل به شي.

سرچینې:

۱. مختار حشي، حسین او قادري (۱۳۸۸)، د منځني ختیځ هایدروپولیټیک د ۲۰۲۵کال په افق کې، د سیاست فصلنامه.

۲. رحیمي او امیري، د افغانستان پرجیوپولیتیک یوه سریزه، د افغانستان جیو پولیټیک ټولنه

۳. هاکټ، (۱۳۹۳)، د نوي ترکیب جغرافیه، د مرتضی ثاقب‌فر لخوا ژباړل شوی، تهران: د شمشاد انتشارات.

۴. د افغانستان د اوبو د چارو د ملي ادارې وېبلاګ

۵. د اکونومیسټ خپرونه

ورته لیکنې

Back to top button