پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ماشومانو د روزنې او ساتنې بنسټونه ښه وضعیت نه لري. په تېرو ۱۱ میاشتو کې کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډېری وړکتونونو فعالیت درېدلی او د دغو وړکتونونو سلګونه کارکوونکي او ښوونکي چې ډېری یې ښځې دي، له دندو ایستل شوې دي. شته شمېرې ښیي، چې د طالبانو رژیم له واکمنېدو سره د دولتي وړکتونونو د فعالیت د درېدو تر څنګ په دغه هېواد کې د ډېرو خصوصي وړکتونونو دروازې هم تړل شوې دي.
د طالبانو له رژیم څخه مخکې افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر نظر لاندې لسګونو وړکتونونو فعالیت درلود. دغو وړکتونونو د دولتي کارکوونکو د «اوسېدو او د کار په ځای» کې د ماشومانو لپاره د ساتنې او روزنې خدمات وړاندې کول. طالبانو بیا ډېری دغه وړکتونونه تړلي دي.
د طالبانو په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې یوه سرچینه وايي، چې د کار په سیمو کې له ۱۷۸ وړکتونونو څخه چې کابل کې یې په دولتي ادارو کې فعالیت درلود، اوس یوازې ۱۱۰ فعال دي. د سرچینې په وینا، طالبانو په نږدې تېر یوه کال کې ۶۸ وړکتونونه تړلي دي. بله سرچینه تاییدوي، چې اوسمهال په افغانستان کې د اوسېدو ټول وړکتونونه تړل شوي دي.
که څه هم په دغو وړکتونونو کې د ماشومانو له شمېر څخه کره معلومات نشته؛ خو تر دې مخکې په هر وړکتون کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ماشومان ساتل کېدل. اوس بیا سیمې ته په کتو دوه یا درې وړکتونونه سره مدغم شوي او په هر وړکتون کې د ماشومانو شمېر تر ۴۰ تنو زیات نه دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکی ساویز (مستعار نوم) وایي، چې د دولتي وړکتونونو کابو ۹۵ سلنه کارکوونکې ښځې وې. د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له دغو وړکتونونو کابو یو زر او ۵۰۰ ښځینه کارکوونکې ګوښه شوې دي.
د مخکیني حکومت له خوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې، دولتي وړکتونونه هر کال لږ تر لږه ۲۷۰ میلیون افغانۍ بودیجې ته اړتیا لري. په ټول افغانستان کې د دغو وړکتونونو په تشکیل کې کابو څلور زره کارکوونکي چې ډېره برخه یې ښځې دي، پر کار بوختې وې. د لاسته راغلو معلوماتو له مخې، اوسمهال یوازې کم شمېر کارکوونکي چې ډېری یې نارینه دي، معاش اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له یوې خوا د پیسو له کموالي سره مخ دي او له بلې خوا د ښځو له کار سره د هغوی مخالفت د دې لامل شوی، چې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر کرار کرار کم شي. که څه هم د ښځو له کار سره د طالبانو مخالفت له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی؛ خو طالبانو تر اوسه دغو غبرګونونو ته پاملرنه نه ده کړې.
د کار او ټولنیزو چارو د وړکتونونو ریاست یو مخکینی کارکوونکی ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د وړکتونونو ریاست ښځینه کارکوونکو ته امر کړی، چې په خپل ځای د کورنیو نارینه د دندې ترسره کولو ته ولېږي.
د خصوصي وړکتونونو وضعیت څنګه دی؟
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د لسګونه خصوصي وړکتونونو فعالیت د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ درېدلی دی. د ښځو پر کار کولو د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګول، اقتصادي ستونزې او د کورنیو کډوالي د خصوصي وړکتونونو د کار او فعالیت درېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
د «رسا» وړکتون رییسه بصیره حسني چې وړکتون یې مخکې د کال د تر ټولو غوره وړکتون په توګه پېژندل شوی و، وایي چې د کار لپاره یې انګېزه نه ده پاتې. رسا وړکتون د لسګونو نورو خصوصي وړکتونونو په شان تړل شوی دی. بصیره حسني زیاتوي، چې د تېر کال په زمري میاشت کې د طالبانو رژیم له واکمنېدو راهیسې یې د رسا وړکتون دروازه نه ده پرانیستې.
اغلې حسني لسو ښوونکو، دوو خدمت کارانو او یوه ساتونکي ته د کار زمینه برابره کړې وه؛ خو اوس له کار څخه پاتې شوي دي. هغه جوتوي، چې د رسا وړکتون له تړل کېدو سره د ګڼو کورنیو عایداتي سرچینه پرې شوې ده. په همدې توګه د هر وړکتون له تړل کېدو سره لسګونه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د «رسا» وړکتون رییسه زیاتوي: «ټول ولاړل، کارکوونکو خپله روحیه له لاسه ورکړې او کورنیو د اندېښنې او لالهاندۍ له امله خپل ماشومان وړکتون ته راونه لېږل. داسې و، چې زموږ وړکتون سقوط وکړ.» بصیره حسني ماشومان په هېواد کې د سیاسي بدلونونو د قربانیانو یوه برخه ګڼي او وایي: «یوازې ښځې له ټولنې څخه نه دي ایستل شوې، بلکې د ماشومانو خندا، ارامتیا، د روزنې او لوبو ځای هم ترې اخیستل شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د شته شمېرو له مخې د طالبانو له راتګ مخکې کابل کې لږ تر لږه ۶۴ خصوصي وړکتونونو فعالیت درلود. دغه وړکتونونه په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ثبت وو. اوس بیا یوازې هغه وړکتونونه فعالیت لري، چې د خصوصي ښوونځیو په چوکاټ کې خدمات وړاندې کوي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه نوې شمېرې نه دي خپرې کړې.
یو شمېر هغه کورنۍ چې خپل ماشومان خصوصي وړکتونونو ته لېږي وایي، چې د وړکتونونو د میاشتني فیس ورکول ورته ګران دي. عذیر پرویز چې کوچنۍ لور یې د پروان ولایت په خصوصي وړکتون کې روزل کېږي وایي، سره له دې چې د وړکتونونو میاشتنی فیس کم شوی هم دی؛ خو کله کله یې د ورکولو وس نه لري. عذیر پرویز زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي د اقتصادي ستونزو له امله اړ شي خپله لور نور وړکتون ته ونه لېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وزګارتیا زیاته شوې او خلک ډېر بې وسه شوي دي. د خوړو د نړیوال سازمان (WFP) شمېرې ښیي، چې اوسمهال په افغانستان کې کابو ۲۰ میلیونه وګړي خوراکي خوندیتوب نه لري.
د وړکتونونو نشتون او پر ماشومانو یې اغېزه
دې ته په پام چې تر پنځه کلونو ټیټ ماشومان په روزنیزو مسایلو کې ځینو ځانګړو ظرافتونو ته اړتیا لري، د روزنې معیاري سیسټم اړین دی.
د ماشومانو حقونو فعالان وایي، د ماشومانو د روزنې لپاره د وړکتونونو او منظم سیسټم نشتوالی ښایي هغوی له سختونو زیانونو سره مخ کړي.
د ماشومانو حقونو فعاله ګیتي مهستي د یو شمېر دولتي وړکتونونو له تړل کېدو په نیوکې سره وایي: «د ماشومانو ښې روزنې لپاره معیاري او فعالو وړکتونونو ته اړتیا ده، تر څو وکولای شي د ماشومانو لپاره د کوچنیوالي ښه دوره رامنځته کړي.» د ماشومانو حقونو دغه فعاله د ماشومانو د روزنې لپاره د خصوصي وړکتونونو فعالیت ګټور ګڼي او په دولتي بودیجې سره د خصوصي وړکتونونو پر ملاتړ ټینګار لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانپېژندونکو له نظره، وړکتونونه د ماشوم له عمر سره متناسبو روزنو لپاره ښه شرایط برابروي. ماشومان وړکتونونو ته په تلو سره د ټولنیزو اړیکو ټینګول زده کوي او پوهېږي چې له ماشومانو سره څنګه همکاري وکړي. وړکتون ته د ماشوم لېږل له هغوی سره مرسته کوي، چې خپل جسمي او ذهني مهارتونه پیاوړي کړي. وړکتون همداراز ماشوم تیاروي چې په ژوند کې زده کړو ته ارزښت ورکړي.
په دې لړ کې د ماشومانو حقونو فعالان د اوسني رژیم له واکمنانو غواړي، چې د وړکتونونو د تړلو پرځای باید په هېواد کې د ماشومانو لپاره لسګونه نور وړکتونونه رامنځته کړي. که څه هم ومو غوښتل د دولتي وړکتونونو د بیا پرانیست، له خصوصي وړکتونونو د ملاتړ په برخه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پروګرامونو او د دولتي وړکتونونو د کارکوونکو د ګوښه کولو لامل په اړه د دغه وزارت نظر ولرو؛ خو بریالي نه شو. د دغه وزارت د وړکتونونو په ریاست کې یوه سرچینه وایي، چې طالبان د وړکتونونو د بیا فعالولو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.
سرچینې په داسې حال کې په ټول هېوا کې د دولتي او خصوصي وړکتونونو له تړل کېدو خبر ورکوي، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره د ښځو پر فعالیتونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. د وړکتونونو ډېری کارکوونکې ښځې وې او دغه ډله له کوره بهر د ښځو له کار کولو سره مخالفه ده. له همدې امله طالبانو د دولتي وړکتونونو په تړلو سره سلګونه ښځې په کور کړې دي.