۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د ښځو د زدهکړو او کار د ممنوعیت پروړاندې د غبرګونونو په دوام د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه د عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود سره د بلاول بوټو زرداري د ټلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دواړو لوریو افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو هم خبرېاترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بلاول بوټو زرداري او شاهزاده فیصل د ژوندانه په هر اړخ کې د افغان مېرمنو د بشپړ ګډون او د هغوی د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
سعودي عربستان له دې مخکې هم افغانستان کې د ښځو د زدهکړو او کار پر منع کېدو نیوکه کړې ده.