۸صبح، بدخشان: ځایي سرچینې د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.
سرچینې وايي چې دا چاودنه نن یکشنبې مازدیګر مهال د فیض اباد د زاړه ښار د ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې وشوه او خلکو ته یې تلفات اړولي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي ددې خبر په تاییدولو سره د یوه کس د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
ویل کېږي چې دا پېښه د سړک غاړې مین د چاودنې له امله شوې او قربانیان یې ملکي وګړي دي.
هغه تصویرونه چې ویل کېږي ددې پېښې دي او په خواله رسنیو کې خپاره شوي ګڼه ګوڼه پکې ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې دي چې له دوو ورځو راهیسې ددغه ولایت په څو برخو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د ویلو ده چې تېره ورځ په مزارشریف کې هم یوه چاودنه شوې وه.