د سياستوالو، پوځيانو، سوداګرو او مدني فعالانو د مسووليتونو په اړه ډېرې خبرې کېږي. د هغوی ناسمې پرېکړې، چوپتیا او خیانت تر سترګو کېږي، هماغسې چې یې د نوښت، هوښیارتیا او زړورتیا ستاینه کېږي. د ناورینونو په رامنځته کولو کې د بېلابېلو پاړکیو رول او پر وړاندې یې د هغوی د غبرګون څرنګوالي تر یوه بریده تر ارزونې او نقد لاندې نیول کېږي. خو زموږ د هېواد شاعران، ليکوالان او هنرمندان په دغه کړکېچن پېر او په داسې حال کې چې مخ پر ودې ادب او هنر ته تر بل هر وخت ډېره اړتيا ده، چوپ او کم اغېزې پاتې دي. موږ داسې شاعران او لیکوالان لرلي، چې د خپل قلم په مټ د شخړې په یوه اړخ کې تر وروستۍ سلګۍ درېدلي دي، خو د ځینو اصلي کار د هنري او ادبي اثارو پنځول نه وو او منظومې اعلامیې او سیاسي کیسې به یې لیکلې، نو ځکه تلپاتې شوي نه دي او کار یې د ولس له لوري د منل کېدو او تل پاتې کېدو جوګه شوی نه دی. د هغوی یوې بلې ډلې که څه هم په زړه پورې ګامونه اخیستي وو، خو تر دې مخکې چې پوخوالي ته ورسېږي، قرباني شوې ده، یا له فکري پلوه له بندون سره مخ شوې ده او انزوا یې خپله کړې ده. يو شمېر نورو له تخنيکي اړخه مهم ګامونه پورته کړي، خو له دې چې د سياست او ټولنې له ډګره لیرې پاتې شوي او د کوچنيو ادبي محفلونو او يا د کډوالۍ په انزوا کې یې د ژوند له خونړیو پېښو او کړاوونو اسویلي ایستلي او یا یې هم د ګل او بلل شعرونه ویلي، د داسې اثارو پر پنځولو نه دي بریالي شوي، چې د ژوند هینداره وي. همدا لامل دی چې ټولنه ادبیات او شعر د خدمت او خیانت په قضاوتونو او کټګوریو کې نه حسابوي او څوک نه پوښتي چې په تېرو شلو کلونو کې شاعرانو او ادیبانو څه وکړل. په ندرت سره او ښايي یوازې د ادب او شاعرۍ د مینه والو په وړو وړو محفلونو کې یا له هغو سیاستوالو چې د شاعرانو او لیکوالانو له ټولنیز مسؤلیته خبر دي، د هنرمندانو او لیکوالانو د تخریبي یا اغېزناک رول په اړه یو څه واورو. لکه څنګه چې مشهور او وتلي سياستوال ښکنځل کېږي او له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ کېږي چې ګواکې په سستۍ، بې تفاوتۍ، جهل او تفرقې اچولو سره یې فرصتونه ضایع کړي دي، له شاعرانو او هنرمندانو نه پوښتنه نه کېږي چې په دې کلونو کې يې څومره خپل کلتوري او ټولنيز مسووليت ادا کړی او له کيسه ليکونکو دا نه پوښتل کېږي چې ایا د کړاوونو او وروسته پاتې والي د لاملونو د څرګندولو او د ټولنې له تورتمونو یې د پردې پورته کولو لپاره څه کړي دي.
د شاعرانو او لیکوالو انفعال د دې لامل شوی چې خلک یې د سیاستوالو، زېره خواره، ستایونکي او یا هم د شعر او ادب هغه صنعتګر وبولي چې فرمایشي، د مشر د خوښې وړ او محفل ګرموونکي نظمونه او کیسې لیکي او هنري او ادبي ماموریت په مخکې نه لري.
د طالبانو راتګ د سیاست ډګر خورا تنګ کړی او اوس داسې بریښي چې د ادب او هنر د مخکښتوب لپاره یو ښه فرصت دی. ايا د افغانستان د ادب او هنر چوپتيا او ګوښه توب به پای ته ورسېږي او ايا په ولس کې د مبارزې او درېدو د ساه پو کولو لپاره به زموږ شاعران، کيسه ليکونکي، ليکوالان او هنرمندان پاڅون وکړي؟ د نورو ملتونو تجربې د رخې وړ دي، کله چې لولو چې داسې ټولنیز بدلونونه لکه زموږ ولس چې په تېرو څو لسيزو کې ورسره لاس او ګرېوان دی، څنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تلپاتو هنري او ادبي اثارو د رامنځته کېدو بنسټ ګرځېدلي، زموږ د هېواد د ادبیاتو او هنر حالت يې په پرتله ناهیلی کوونکی دی. ځينې بيا وايي چې اوسنی ادبي او هنري فقر د ټولنې د وروسته پاتې والي محصول دی. دا توجیه د قناعت وړ نه ده، ځکه چې په تېرو وختونو کې موږ په دې خاوره کې له ټولو وروسته پاتې والو سره ستر هنرمندان او شاعران درلودل. د دې خلکو او نورو ټولنو ځینې شهکارونه په کړکېچنو وختونو کې پنځول شوي دي. په تېرو شلو کلونو کې د سواد کچه په نسبي ډول ښه شوې او د پوهنې، ورزش، سوداګرۍ او تشبث، رسنیو او خدماتونو په برخو کې خوځښت رامنځته شوی دی. خو د ادبياتو او هنر برخه تشه ده. ایا دا تشه به په نېږدې راتلونکي کې ډکه شي؟