د هلمند بُست کلا ته څېرمه اوسېدونکي وايي یو شمېر تاریخي ابدې د نه پاملرنې له امله د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.
خو د دې ولایت ځایي مسوولین یې بیا د ساتني ډاډ ورکوي او له نړۍوالو څخه يې په بیا رغونه کې د مرستې غوښتنه کوي.
بُست تاریخي کلا د هلمند ولایت یوه پراخه او متمدنه مرکزي نقطه ده، تاریخ پوهان يې د تاریخي لرغونتوب په تړاو بېلابېل نظرونه لري چې ځینې يې د جوړېدو نېټه د انوشیروان عادل واکمني ښیي، خو د زردشتیانو مذهبي کتاب (اوستا) او یو شمېر نورو مورخینو په حواله د بُست تاریخي لرغونتوب کابو درې زره کلونو ته رسېږي، چي د حضرت عیسی (ع) تر پیدایښت مخکي دوره په ګوته کوي.
خو د دغې کلا ځینې لرغونې برخې د طبيعي پېښو او د تېرو نېږدو لیسزو حاکمو دولتونو د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
حمدالله د بُست تاریخي کلا ته څېرمه کرنیزې ځمکې لري، دوی دلته پر طبیعي پېښو برسیره د ځینو ولسي وګړو له خوا ګڼو تاریخي ابداتو ته د زیان اړونې او له منځه وړلو خبر ورکوي.
دوی له دولت څخه غواړي چي د دې ولایت د ټولو لرغونو سیمو څخه دې د ساتني او بیارغونې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړی وایي «دا تاریخي کلاوې دي، ګرده نړېدلې دي او دلته د دغې تاریخي کلا حریم غصب شوی دی حکومت باید ورته پاملرنه وکړي «فیدا محمد بیا هم د یادې کلا سیمه کې اوسېږي دی هم وایې، چې دلته زیاتې ځمکې د تېرو حکومتو پر مهال د یو شمېر زورواکو له خوا عصب شوي دی.
نوموړی زیاتوي ، دا دحکومت دنده ده تر څو یادي تاریخي سیمې او ساحې د غصب ګرو څخه خلاصې کړي.
هغه زیاته کړه «ډېری کلاوې له منځه تللې دي ګوره هغه غونډۍ ،غونډۍ چې پرتې دي اوس خلک په اخته دي کرنیزې ځمکي ورڅخه جوړوي بغیر د ظاهر شاه له دولت څخه اوس خو هر سړی غصب کوي «د هلمند ولایت د اطلااتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د ساتني امر مولوي حمد الله مدثر دا مني چې د بُست کلا پر تاریخي کمان (شیسشک) برسېره د دې کلا یو شمېر نورې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، خو نوموړی له نړۍوالو څخه د دې تاریخي سیمو په بیارغونه کې د مرستې غوښتنه کوي.
نوموړي وویل «د نړۍوالو څخه د هغه موسساتو څخه چې د افغانستان او نورې نړۍ سره همکاري کوي د هغو څخه مو دا غوښتنه ده چي دا تاریخي سیمې لکه شیک ځینې ځایونه خو دي د کلا بُست څاه دا او داسي ځینې ځایونه يې د تخریب سره مخ دي دا راته ورغوي «د بُست لرغونې کلا په اوږدو کې هلمند یو شمېر نورې تاریخي ابدې ولسي وګړو په خپلو شخصي استوګن ځایونو بدلې کړې خو اوس د دغه ولایت ځایې مسوولین یې په تخلیه بوخت دي چي تر دې دمه يې څلوېښت کورنۍ له دې تاریخي ابدو څخه ایستلې دي، دا چې دې کورنیو ته چا د اوسیدنې جواز ورکړی و، هېڅ څوک خبرو ته نه حاضرېږي.
د هلمند د تاریخي ابداتو د ساتنې امر مولوي حمدالله مدثر په همدې تاریخي ابدو کې د تخلیې پر مهال کلید ته وویل.
مدثر زیاته کړه «دا د سلطان محمود کلا ده دا د تېرې ادارې جانان قومندان له خوا غصب شوې وه دغه سيمه کې بعضې خلکو تاریخي سیمي تخلیه کړې دي خو دی لا تر اوسه دی او د وتلو په حالت کې دی «د یادونې وړ ده چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د بُست کلا اړوند د پينځو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې د ملي پراخیتا شرکت له خوا د څه باندي ۱۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پیل شوې وې چې د بُست کلا تاریخي شیشک (کمان) د علامه ابن حُبان بستي مقبره ، تاریخي یخچال، او د شهیدانو زیارت پکې شامل وو.
خو د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم د یادو پینځو تاریخي ابدو د بیا رغوني کارونه هم ۸۰ سلنه نا بشپړ پاتې شول خو اوس یو ځل بیا د اسلامي امارت اړوند سیمه ییز مسولین د څلورو تاریخي ابدو د پاتې شل سلنه بیارغونې خبر ورکوي.