یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
د هند ګاندي چې کله د هند ژغورنې ته راغی لومړى کار يې دا وکړ چې له انګلستان او غربي نړۍ سره يې خپل د ژوند سټايل پرې کړئ، خپله تري پيس درېشي، شيپو خولۍ، برانډ عينکې او نيکټايي يې ليرې کړې او په خپل لاس يې له هندي تار څخه ځان ته لنګ و اوبدئ او د يوې هندۍ وني څخه چې په اغلب ګمان د جوزو ونه به وه لرګى را پرې کړ او پر ټول هند يې دوره پيل کړه او د خلکو د فرهنګ او عقدې پر اساس يې دوى ته د ژغورنې لاس ورکړ.
د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه اوس همدا ده چې د سياستمدار کېدو له پاره بايد له هر څه وړاندې بهرنى تابعيت او ملاتړ پيدا کړې چې دې چاري نږدې تېره نيمه پېړۍ موږ هېڅکله د ملي سياست او يا هم د وطني سياستمدارانو خاوندان نه کړو.
د وطني سياستمدارانو نه شتون ملت پر حکومت او سيسټم په بشپړه توګه بې اعتباره او هر حکومت يوازې حکومت او واکمنه طبقه پاتې کړه او هېڅکله ملت ورسره و نه درېده او برعکس په مقابل کې يې له ولاړ مخالف لوري سره لاس يو کړئ.
په عمومي توګه حکومتونه هغه وخت کاميابه وي چې د خلکو له منځه په خپلواکه اراده د اړتياو پر اساس را منځ ته سي او د هغه ملت د خلکو د ژوند ټولې تجربې ورسره وي او د هغو تجربو په پام کې نيولو سره پاليسۍ جوړې کړي او ملت يوه ښه لوري ته رهبري کړي.
له بده مرغه زموږ تېره پنځوس بلخصوص تېره شل کلنه اداره په بشپړه توګه يوه بهرنۍ اداره وه. هر رهبر، مشر، سياسي او واکمن چارواکي لومړى کار دا وکړ چې د خپلې کورنۍ ټول غړي يې په بهر کې ميشت کړل او د هغه ځاى په فرهنګ، دود، د ژوند سټايل، جامو، خوراک، صحي امکاناتو او وسايلو بلد او آموخته سول.
او متاسفانه په تېرو اوو کلونو کې هم هغه په پردي فرهنګ کې لوى سوي او د پردي برانډو شوقيان دلته حاکم سول. په پخواني حکومت (حامد کرزي) په حکومت کې یوازې د چارواکو کورنۍ په بهر کې اوسېدې مګر په اوسنۍ دوره کې (د غني د حکومت له پيله) ټول چارواکي په بهر کې لوى سوي او د بهر د ژوند له آسانتياوو برخمن خلک حاکم سول.
د دغو خلکو حاکمېدلو د مملکت وضعيت له جدي بحران سره ځکه مخامخ کړ چې د دوى دا چاره زده ده چې څنګه خپل وخت په دې خلکو کې تېر کړي خو دوى په دې نه دي خبر چې د دې ملک د چلښت، پرمختګ او سمبالولو وثيقه په اصل کې د دې وطن د هغو اطرافي او ډېرو وطني خلکو په جيب کې ده چې د دې ملک له رګ رګه خبر دي نو دلته تر پخوا يو خورا لوى واټن را منځ ته سو او له ملت سره اړیکې ه بشپړه توګه وشکېدې.
د خلقيانو شعار کور، کالي، ډوډۍ و او دا هغه درې عمده توکي وو چې د افغانانو څه چې د هر انسان لومړنۍ اړتيا ده خو افغانانو دغه درې اړتياوې پر دوو اساساتو درولې وې کور، کالي ډوډۍ خو د افغانيت او اسلاميت پر بنسټ او نړۍوال ابر قدرتونو د خلقيانو دغه کمزورتیا (کور، کالي او ډوډۍ خو د اسلاميت او افغانيت پر اساس) پيدا کړئ او خلقيان او د هغوى متحدين شوروي اتحاد يې دړې وړې کړ.
زموږ د اوسني نظام ستونزه هم په عيني توګه دا ده، اوس افغانان درېیو شيانو ته سخته اړتيا لري چې اوسني حکومت ځان ته مهيا کړي او نور ملت يې د خداى ج فضل او کرم ته پرې ايښى دی.
لومړی امن دی، زموږ اداره او د هغوى بهرني همکاران (ډيپلوماټيکې او ملاتړ کوونکې ډلې) ټوله له ملته په واټن کې د ډبرينو او زرې دېوالونو او موټرو په وسيله په پرمختللې تکنالوژۍ کې پټ په امن کې دي او ملت د جنګ بلا ته لوڅ لپړ په غېږ ورغلى دی. نو د ډبرينو دېوالونو شا او يا هم د زرې موټرو له ښيښې به ته د يوه ملت د ناامنۍ درد څنګه درک کړي تر څو خپله يې حس نه کړې؟
دوهم عنصر ډوډۍ او د نس غم دی چې ملت اولادونه خرڅوي او يا يې له لوږي سيندونو ته اچوي، خو د حکومت د چارواکو او د سياسيونو په کورونو کې د پیتزاګانو او بهرنيو خوړو او آشپزانو کمى نه سته. دلته خبره له واکمنې طبقې سره د بخلاینې نه ده بلکې د ملت له وږي نسه د ناخبرتيا مسئله ده. هغوى چې په آسانۍ د مرستو له پيسو ځان ته ډالري معاش ټاکلى، د نرخونو لوړ او پورته د دوى په ډالري معاش کې نه معلومېږي؛ دوی د هغه افغان له لګښتونو او وږي نسه څه خبر و اوسي چې لس کسیزه کورنۍ يې ورځنى عايد پنځوس افغانۍ دی؟ نو ځکه د نرخونو په سمبالښت، د بازارونو په وضعيت، د خوراکونو په توليد او نورو اړخونو کې هېڅ ډول کنترول او پرمختګ نه سته.
درېیمه خبره د جامو ده دلته د خلکو د خپلوۍ او رد کېسه شروع له جامو ده. که مجاهدينو جهاد کاوه ګډ اساس يې اوږدې څڼې وې، که طالبان جنګېدل مشترک لباس يې لنګوټه وه او که احمدشاه مسعود مقاومت کاوه ګډ لباس يې پکول و.
نو جامې د ختیځې ټولني د را ټولېدنې اساس دی خو له بده مرغه زموږ د اوسنۍ واکمنې طبقې د جامو هېڅ عنصر زموږ سره مشترک نه دی جامې یوازې د آغوستلو کالي نه دي استفاده کېدونکي عطر، په پښه کېدونکې بوټونه، په غاړه کېدونکې نيکټايانې او يا هم آغوستل کېدونکې درېشۍ او يا هم نورې جامې.
زموږ نږدې ټولو سياسيونو ته دا جامې د امريکا، ايټاليا، جرمني، انګلستان او فرانسې له مشهورو برانډونو راځي او زموږ ملت د پاکستان، چین، هند او ايران په لسم او پنځلسم لاس بدلو لباسو باندي ګذاره کوي. د واکمنې طبقې دا کش پش په بشپړه توګه دوى تر دې ټولني لوړ بېګانه او متفاوت ثابتوي او دا توپير د بېګانتوب سره حسادتونه زېږوي او له حسادتونو جګړه پيلېږي.
دغه پورته درې عنصره چې پر دوو اساساتو اسلاميت او افغانيت ولاړ نه وي تباهي را منځ ته کوي. لومړى اساس اسلاميت دی زموږ اوسنۍ واکمنه طبقه او سياسون له فکري پلوه په سلو کې پنځه اتيا په لوېدیځو هېوادونو کې لوى سوي او د فکري پلوه له اسلامي ارزښتونو سره بلد نه دي دا کار قصدي نه دی بلکې په لوېدیځ کې د دوى ژوند او ليري پاتې کېدلو دوى همداسې کړي او د افغانيت ارزښتونه خو نو مخکې مو يې يادونه وکړه چې همدا لباس، کور او ډوډۍ ده چې زموږ د نازولو سياسيونو دا ټول بهرني دي. اوس نو لويه ستونزه دا پيدا سوې چې ملت او سياسيون د پورته عناصرو د توپير په خاطر سره بې ګانه سوي د دغې خپلوۍ د را ژوندي کولو له پاره لومړى شرط سياسيون له دفاعي حالت څخه چې په ډبرينو دېوالونو کې ژوند کوي که په هر څومره قربانيو هم کېږي بايد تعرضي حالت ته را ووځي چې اولس يې خپل وبولي.
کله چې له ډبرو را ووځي له نورو عناصرو سره خپله تامل کولاى سي او د خلکو واټن به يې په همدې دېوالونو ختم سي او بيا به له ملت سره له يو ځاى والي څخه نور عناصر خپله بشپړ کړي.