پاچا

شاعر: عبدالغفور لیوال

و،

نه وو،

یو پاچا و…

بس

کارونه د الله وو

سیند ډک و له اوبو نه او چينې به بهېدلې

روا وې لا سندرې

سنځلې به چې ګُل شولې، کوچیان به ډاګ ته راغلل

د خَم* له چینارو سره د ګز ونې ببرې

نینې وې خوندورې

کوچیان به راروان کتار کتار وو لوی جومات ته

څه ښځې – ماشومان د صایبزاده ملا په بند وو

د چا به تور ژیړی و او د چا به نیمسرۍ وه

زېلۍ وه یا زوبۍ وه

ملا صایبزاده به په پسته سواره ناست و

یوه پترۍ چاینکه کې شین چای به ورسره و

صایبزاده ملا ستانه و

د تورو توتکیو ځاله جوړه وه چجه کې

پټ شور و صایبزاده کې

***

**د کوچیانو ترمنځ داسې باور پوخ و

چې په دم د صایبزاده کې لوی اثر دی

«زیړي دم بابا»  ورکړې اجازه ده

او په خپله د ده خټه هم پخه ده

د کوچیانو اوازه وه

چې کابل کې ناست پاچا یې هم په بند دی

صایبزاده یو ښکلی ځوان و

د قرآن تر څنګ یې ایښی په تاخچه کې

د ملنګ عبدالرحمان بابا دیوان و

پټې پټې ګونګوسې وې

چې پخوا

– په زلمیتوب کې –

صایبزاده ملا رباب هم غږولو

اوس یې هم یوه وړه راډیو تر څنګ وه

پټې پټې یې سندرې اورېدلې

د «قدیم» یا د «بېلتون»  یا «قمرګلې»

چې راډیو کې به ورپېښ شول خبرونه

ژر یې ستنه اړوله ،

– وېل: مکروه دي –

“ځکه سم نیمايي دروغ دي.”

صایبزاده ملا سړی د سیاست نه و.

کلیوال ځوانان به ګرد ورنه راتاو ول

غنمي ځوان خلیپه به د اتڼ ډول ګرځولو

ژرنده‌ګړی شپېلۍ مار و،

د جومات خادم ټوکمار و

د شینو پاده‌وان غږ به

یاکوربان سره هوا کې تاوېدلو

پټې پټې اوازې وې،

غلې غلې ګونګوسې وې

چې ملا کلونه وړاندې،

هلته برو خانانخېلو* کې میین و

دلته هلته به واده کې

ښځو غلی غلی نوم د نجلۍ واخیست

«پرتمینه» نومېدله

شوخه لور د دښتکي* شاطر د کور وه

د زلمي صایبزاده ملا په جېب کې

لا تراوسه د هغې د لاس دسمال و

او یوه له رنجو ډکه

په مریو پټه شوې شنه رجړومه

بس همدا د پرتمینې د لاس نښې

او غمونه صایبزاده سره پرېمانه

د دوه سترګو په حلقو کې یې مقام و

د کږو وروځو محراب کې یې امام و

***

هلته دلته به کیسې خلکو کولې،

چې زلمی ملا سبق پسې و تللی

د میراث او د منطقو

سختې سختې مسئلې یې

د څرخي* ملا دوره کې زده کولې

کله کله به د څرخ په خانقا کې

د اذکارو له حلقې نه شو بېخوده

پرتمینې به په تورو سترګو وخوړ

صایبزاده ملا د عشق مجاز کې ډوب و.

صایبزاده ملا د څرخ پیریانو ورک کړ

پرتمینې لا رجړومې جوړولې

او د سُنډو ګلدستې یې دسمالونو کې ګنډلې

غنم‌لو به چې لمر ولوېد

او مرغۍ به د سنځلو نقره يي پاڼو ته لاړې

پرتمینې به اوبه په بام شیندلې

شېبه روسته به خوږ بوی د لوند اخېړ شو

غرنی جارو په لاس کې وه ولاړه

د کړپو* د کنډو لاره به ماښام ته

ورو ورو پټه شوه د مړه مازیګر رنګ کې

هېڅ لاروی به له هېڅ لوري ښکاره نه شو

ماخوستن د لوی جومات له برنډې نه

کوم زلمي په چغچغاري اذان وکړ،

د شاطر د لور زړګی به په دربا شو

د جانان د خواږه غږ اذان ترې ورک و

د خوږو خوږو خوبو جهان ترې ورک و

نیمه شپه به وه،

کرړي به چرېدل د کلا خواته

پرتمینې به لا سترګې وې ګنډلې

د اسمان د رڼو ستورو په پاولیو

کټګکی*،

د شپانه شپول*،

د بوډۍ موڼی*.

لا لیلی او مجنون* لرې له یو بل نه

پرتمینې اورېدلي وو له موره

صایبزاده ملا به راشي درمندو کې…

– چې لیلا و مجنون یوځای شي په اسمان کې –

ګوندې بل تاویز نزلې ته ورنه واخلي.

دې ګڼله چې پیریانو

زوړ تاویز ورڅخه وړی دی زیارت ته.

لرې لرې د سورکو بابا* لمن کې

په نري جر* د کږې ژرنده وه ویښه

دریڅه کې یې څراغ د شیطان بل و

ژرنده‌ګړي لا په سوز شپېلۍ وهله

او نجلۍ ورته په زړه اره اره وه.

د شینو پاده‌وان وار نن د اوړو و.

غنم‌لو و چې د خان وراره راووت

جرمنی ټوپک يې نېغ اسمان ته ونیو:

ډز،

ډز،

ډز.

مازیګر اوازه ګډه شوه په کلي

پرتمینه په نامه د سردارخان شوه

د نجلۍ په زړه کې درې زخَمونه جوړ شول

سبحان ربی الأعلی،

سبحان ربی الأعلی،

سبحان ربی الأعلی.

صایبزاده ملا سجدې نه شو راپورته.

د ډيوې د سوزېدلې پلتې بوی شو…

یوه ورځ وه سیند په مړه نغمه لګیا و

پورې خَم کې

د ګز سیورو ته هیلۍ لا کغېدلې

شیرینۍ لا ګرځوله

د ستوانو شنه مېچنه په دالان کې

چې د کلي په جومات کې یو اشنا غږ اذان وکړ

صایبزاده ملا و کلي ته راغلی

پرتمینې پسې ځوړند نیم ټیکری زینو کې ولوېد

د خورو تورو اوږدو زلفو څپې یې بام ته ولاړې

د میین زړګي درزا یې

د سینې په انارونو کې ښکاره وه

غوږ یې ونیوه اذان ته

هو!

پخپله صایبزاده و…

زړه یې ودرزېد په زوره

خو ناڅاپه راپه خود شوه

په زړه درې ځایه زخمي وه

***

صایبزاده وې څڼې پرېښې

او د سترګو د کتو انداز یې بېل و

جماعت به یې چې خلاص کړ

او لاسونه به یې لپه کړل دعا ته

څه دعا به یې تر ژبې لاندې وکړه

کله کله به یې سترګې شوې راډکې

څه سپین ږیري به هم غبرګ شول ژړغوني

د هرچا دردونه بېل وو

هرچا خپله ورکه غوښته

چا پناه غوښته دوزخ نه

چا جنت پسې ژړا کړه

چا به مړو ته دعا وکړه،

یو کامل ایمان غوښتلو

بل د روغ صورت په ارمان و…

صایبزاده ملا به سترګې کړلې پټې

پرتمینه به یې مخ ته وه ولاړه…

د جومې ماښام به پورې په لمن کې

د سورکو بابا کږه ژرنده کې بل شوه

د یارانو د سوزونو دوهۍ مسته

صایبزاده او غنمی به ورسره وو

ژرنده‌ګړی او د کلي پاده‌وان ځوان

ورسره به د جومات ټوکمار خادم شو

تر سبا به د څو ستړو زړونو سوز و

راز و نیاز و د ملګرو شواروز و

خبر نه ول کلیوال چې څه تیریږي؟

دا کږه ژرنده په څه باندې تاویږي؟…

یوه ورځ وه،

ګونګوسه شوه،

اوازه شوه

خانانخېلو کې د کریغو زلزله شوه

سردارخان و په کوم ځای کې چا ویشتلی

په درې ډزو په سینه و لګېدلی

د کارېز اوبه روانې وې باغچه کې

د تاوده مني پیتاوي ته بار کړي

غنمي خلیپه څوارلس تور دیګي وو

د زړې کلا* سپینږیری ملا ګډ و

یادول یې ښاماران د دوزخونو

لړمان او بدهیبته سره اورونه

یو کټ ایښی و، تر څنګ یې شور ماشور و

خان څادر کې سر تاو کړی ورته څک و

د سردار دوښمن اوښتی تر دښتک و.

دښتکی شاطر په ډېرو غمو سر و

خان یې تللی و او لور وه ورته ناسته

پېغله کونډه په نري لیمڅي وه ملاسته

***

پسرلی و او سیند غاړو پورې ډک و

د چینو په جر کې خېل مرغاوۍ تاو شوې

د خَم دنګو چینارونو اړولې

باد ته پېغلې پېغلې پاڼې په نازونو

د تازه شوتلې بوی و په هوا کې

زاڼې لیکه لیکه تلې د کابل خوا ته

صایبزاده ملا یو بل ماشوم هم  دم کړ

په خوږه موسکا یې ګوړه لاس کې ورکړه

د کوچیانو د رمو غږونه راغلل

پورته ډاګ کې کړنګاني په شرنګېدو ول

د ورکیو د ترپلو او بغارو

د شپنو د های و هوی نارې خپرې وې

پرتمینې ټک له بل دسماله ویوست

پټه شونډو کې موسکۍ وه شرمېدله

لکه ژېړه مڼه تکه سره شي لمر ته

داسې یاد د بل دیدن وتخنوله

غلې غلې ګونګوسې وې، هلته دلته

چې سږکال په غنم‌لو یا درمندو کې

چې توتان د خَم په ونو کې پاخه شي

پېغله کونډه به د خان په کور واده شي.

پرتمینې د لاس نښه لا ساتله

د ملا وړه راډیو یې وه په څنګ کې

صایبزاده به یادوله په لنډیو

پټه پټه د رباب د تار په ترنګ کې

د خَم لوري ته د توت ونې په بار وې

مازیګر به چینارو ته مرغۍ راغلې

غنم ژېړ وو،

خو لا لَو نه و لوېدلی،

چې نا څاپه هلته دلته اوازه شوه

په کابل کې ګډه و‌ډه پاچايي شوه

واکمن نه و په وطن کې واک د بل شو

پاچا تللی و، ترې پاتې خپل کابل شو

هلته دلته پټې پټې اوازې وې

په جومات او په دېره کې ګونګوسې وې

صایبزاده ملا سړی د سیاست نه و

یا به ناست و د رحمان بابا دیوان ته

یا به خیال کې د یار زلفو ته ویده و

د پاچا د تللو ګرمې ګونګوسې وې

او واڼې وې د سپینږیرو تښتېدلې

تخت چپه و په کابل کې خدای دې خیر کړي

له کندوانو برکت په الوتو و

چا لیدلې په چینو کې اوبه خړې

چا نذري ماهیان په جر کې مړه موندلي

چا لیدلې کاریزو کې غټې غڼې

شنې کوترې له برجونو تښتېدلې

لا به لمر د مازیګر په غره ولاړ و

د شینو پاده‌وان غږ به شو کوڅه کې

“پاده راغله خپل مالونه* درخوندي کړئ !”

لمرلویده به ماشومان کوټو ته ولاړل

دروازو ته به ماښام تمبې لوېدلې

یوه ورځ له داسې ورځو اوازه شوه

چې جومات  نه صایبزاده ملا دی تللی

نور یې هرڅه دي پر خپله حجره پریښي

بس یوازې د قرآن تر څنګه ایښی

د رحمان بابا دیوان یې دی اخیستی

د دښتک شاطر هم ژېړې تلې ناست دی

شیرینۍ ترور وارخطا ده، خو موسکۍ ده

غلې غلې اوازه شوه دلته هلته

د ګودر خورلڼې ورو ورو پسنېدلې

پرتمینه بیګانۍ ده ورکه شوې

مور یې وايي چې پېریانو تښتولې

شیرینۍ ترور خپل خاوند ته سر سرتور کړ

لور مې ډېره ورانېدله ما لیدله

درته وېل مې پرې پیریان د زیارت ناست دي

خدایزده چېرته یې له تورو غرو پناه کړه؟

دښتکي شاطر لا هېڅ ویلی نه شو

د اسونو په کلا کې سپین اس نه و

د شاطر زاړه واسکټ نه کیلي ورکه

د زیارت پیریانو وړې وه چابکه

***

سږکال څه بلا د لویو غمو کال و

د وطن پاچا و تللی له کابله

تخت میراث و، د قیامت نښې ښکاره وې

صایبزاده و نیمه شپه جومات نه تللی

د رحمان بابا دیوان په رپک نه و

پرتمینه تښتولې وه قاف غره ته

د زیارت جنډو کې پټو ښاپېریانو

او د خان له کلا وتی و په پټه

نازولی سپین سمند له خپل اخوره

د شاطر له جېبه چا وه کیلي وړې؟

دا کیسې به د ګودر خورلڼو کړلې

د تنور په غاړه، هم په شنو پټو کې

هم په ډاګ کې، هم کارېز کې هم چینو کې

پېغلو نجونو، پخو ښځو، اناګانو

په راز راز کیسې کولې د پېریانو

آآآ- صلاة توبه په خوله وه د سپینږیرو

ټولې نښې د اخرې زمانې دي

برکت له هرڅه تللی خدای دې خیر کړي

له کابله پاچا ورک دی، تخت چپه دی

له جوماته صایبزاده ملا وتلی

پېغله لور د دښتکي پېریانو وړې

له کلا نه د خان اس بیګاه وتلی

د قیامت نښې له ورایه راښکاره دي

له کندوانو برکت په الوتو دی

د شینو پاده‌وان بیا سوې نارې دي

“مال راوباسئ، پادې ته خیر یوسئ! ”

لا کږه ژرنده تاویږي اوړه باسي

ژرنده‌ګړی هر ماښام څراغ ته ناست وي

په مرموزه موسکا ګوري بر کنډو ته

ماخوستن شپيلۍ ته سوی پوکی ورکړي

د جومات خادم له ټوکو نه لوېدلی

صایبزاده پسې په پټه سلګۍ وکړي

غنمي خلیپه ډول په کور کې پریښی

بر کنډو ته د پساو* له سره ګوري

او پر خوله یې د یو راز برغولی ایښی

***

خو سپینږیري لا توبې باسي خپه دي

په پاچا او په ملا پسې لاس مروړي

له کابل څخه پاچا مه وای ورک شوی

او کوربان له صایبزاده، چې را سره وای

برکت له هغې ورځې الونیا شو

چې وطن بې صایبزاده او بې پاچا شو.

۱۴۰۱ مرغومی

لنیو – فرانسه

دا منظومه په دوو وزنونو کې لیکل شوې ده. **

*خانانخېل، دښتک، څرخ، کړپې، سورکوباباغر، زړه کلا، د سیمو نومونه دي.

خَم، د سیند پر دوه غاړو د اېښوول شویو ونو کوشنی سمسور ځنګل. *

 جر، د غره له چینو څخه د سره یوځای شویو اوبو بهیر ته وايي.

* مال، مالونه : څاروي

* پساو، د کلي د ویالې اړخ ته خاورینه غونډۍ

*    کټګکی، د شپانه شپول، د بوډۍ موڼی د ستورو وښکالي (مجموعې) ته وايي، چې بڼه یې دغو څيزونو ته ورته وي.

* لیلی – مجنون په اسمان کې د دوو ستوریو نومونه دي، چې په کال کې یو ځل سره یوځای کیږي.

اسمان ته لار د ختو نشته

لیلی مجنون په عاشقۍ ختلي دينه

ورته لیکنې

Back to top button