۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه سړي پر خپله مېرمن او درېیو ماشومانو باندې ډزي کړي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند (عبدالبصير زابلي) ویلي، چې دغه پېښه د سه شنبې په شپه (وري۱)د دغه ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د زابلي په وينا، دغه سړي خپله مېرمن په ډزو وژلې او لور او دوه زامن يې ټپيان کړي دي.
دې سره په خوا کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي چې دغه سړى (امرالله) نوميږي او د خپلې کورنۍ غړي يې په ښکاري ټوپک ويشتلي دي.
د دغې پېښې لامل بېوزلي او کورنۍ شخړې بلل شوي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بېوزلي او لاس تنګي په بېساري ډول زیات شوي دي.