• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر ایران د امریکا د تازه برید مانا

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۱۲ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788440272]
Magnific + Social Media

Magnific + Social Media

امریکا له یوې میاشتې دمې وروسته یو ځل بیا د ایران سویلي سیمې په نښه کړې؛ جدي او خطرناک بریدونه چې نظامیان او ملکیان پکې وژل شوي دي. د ایران اسلامي جمهوریت بیا د دغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې؛ داسې چې د تېرو بریدونو په څېر یې چندان زیان نه دی اړولی. واقعیت دا دی چې د څلوېښت ورځنۍ جګړې له پیل وروسته د ایران خاوره تر ډېره په «سویلي لبنان» بدله شوې؛ داسې چې امریکا هر مهال وغواړي، برید کوي او اسلامي جمهوریت ته ځاني او مالي زیانونه اړوي. د امریکا پر ګټو د ایران متقابل بریدونه بیا نه یوازې دومره اغېزمن نه دي، بلکې ان لنډمهاله او سطحي اغېز یې هم نه دی کړی؛ که نه، واشنګټن به له تهران سره پر خپل چلند بیا کتنه کړې وای. یو مهال د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر کم ښکارېده، خو وروسته چې دواړه ونښتل، نه یوازې منځنی ختیځ، بلکې له سیمې هاخوا هم د جګړې له پایلو خوندي پاتې نه شول. خو اوس دا جګړه عادي چاره ګرځېدلې؛ داسې چې نه کومه لوی شور جوړوي، نه جدي غبرګونونه راپاروي او نه هم د جګړې د مهارولو لپاره اغېزمنې ډیپلوماتیکې هڅې کېږي.

اوس لیدل کېږي چې ایران او امریکا د «هر اړخیزې جګړې» پړاو ته ننوتي، خو په محدوده کچه؛ نه د هغې څلوېښت ورځنۍ جګړې په څېر. دا وضعیت هم د خبرو میز ته د بېرته ستنېدو لپاره د منځګړو د ناکامو هڅو پایله ده. د پاکستان هڅو تر اوسه پایله نه ده ورکړې. همداسې د قطر او عمان هم. لامل یې دا دی چې امریکا ګومان کوي برلاسې ده او نه غواړي د خبرو میز ته د بېرته ستنېدو لپاره اسلامي جمهوریت ته امتیاز ورکړي. په بله وینا، که مخکې د ایران پر وړاندې د امریکا د بریدونو او فشارونو موخه د خبرو میز ته د دغه هېواد بېرته ستنېدل و، اوس نه ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وروستیو کې په څرګندو ټکو ویلي چې له ایران سره هوکړې ته اړتیا نه لري او پر دغه هېواد به بریدونه او فشارونه همداسې دوام وکړي. امریکا باوري ده چې پر ایران یې بریدونه او فشارونه د هغو زیانونو پرتله چې اسلامي جمهوریت یې د امریکا ګټو ته اړوي، څو برابره زیات دي؛ یعنې د زیانونو له پلوه د امریکا د بریدونو او د ایران د غبرګونونو ترمنځ تناسب نه شته.

اوسمهال واشنګټن هم په جګړه او هم د بندیزونو په لګولو کې برلاسی دی؛ البته دا په دې مانا نه ده چې امریکا خپلو ټاکلو موخو ته رسېدلې. په دې وروستیو کې یې په هرمز تنګي کې هم داسې اقدامات کړي چې پر دغې سمندري لارې یې د ایران د کنټرول ساحه محدوده کړې ده. ویل کېدای شي چې اسلامي جمهوریت اوس پر هرمز تنګي هغه ډول بشپړ کنټرول چې باید یې ولري، نه یې لري او له همدې امله د تېلو بازار هم هغسې ګډوډ نه شو، لکه ایراني لوري یې چې تمه لرله. امریکا هم هڅه کوي چې د تېلو بازار په ګډوډولو کې د هرمز تنګي رول بې اغېزې یا کم اغېزې کړي. له همدې امله، امریکا پرلپسې د ایران جنوبي او سمندري سیمې په نښه کوي. څومره چې پر تنګي د ایران کنټرول کمزوری کېږي، په هماغه کچه د نفتو پر بازار د امریکا واک ډېریږي. که وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې ایران نه یوازې پر تنګي خپل کنټرول له لاسه ورکړي، بلکې هرمز تنګی هم خپل پخوانی او اوسنی ارزښت له لاسه ورکړي او بدیلې لارې وازمایل شي.

ظاهراً په تېرو څو شپو کې د امریکا بریدونه د دې لپاره شوي چې پر ایران اقتصادي فشار لا زیات شي. امریکا په دې وروستیو کې پر ایران اقتصادي فشار سخت کړی؛ له سمندري کلابندۍ نیولې، تر درنو او کمسارو بندیزونو پورې چې د دغه هېواد پر نورو حیاتي برخو هم لګېدلي دي. د نویو بندیزونو اغېز هم د تېرو پرتله کمسارې بلل کېږي؛ داسې چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د تومان بیه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. دغه وضعیت ته په غبرګون کې ځینې اقتصادي کارپوهان وايي چې ښايي په ایران کې «اقتصادي پرځېدا» رامنځته شي. د امریکايي ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د سقوط اغېز لا تر اوسه په توکو او خوراکي موادو کې بشپړ نه دی څرګند شوی؛ که نه، په سړکونو کې د احتمالي اعتراضونو احتمال به لا پیاوړی شوی وای.

د ایران د مرکزي بانک رییس ناصر همتي هم د اندېښنې په څرګندولو او د اسلامي جمهوریت د دریځ په دفاع کې ادعا کړې چې ایران د اقتصادي سقوط یا «لوړ انفلاسیون» پړاو ته نه دی رسېدلی. د هغه څرګندونې، که څه هم د اسلامي جمهوریت له دریځه دفاع کوي، خو ښيي چې تهران د دغه ګواښ جديت تر یو بریده سم درک کړی دی. په بله وینا، همتي غواړي ووایي چې ایران د لوړ انفلاسیون پړاو کې نه دی، خو اوسنی وضعیت هم ترې کم نه دی. د بازار د بې‌مهاره کېدو د کنټرول لپاره هغه لارې چارې چې تر اوسه په پام کې نیول شوې، نه یوازې دا چې اغېزمنې نه دي، بلکې د ننګونې شدت یې لا زیات کړی دی. په داسې حالت کې بیا نظامي برید – که څه هم محدود او لنډمهاله وي – وضعیت لا پسې ترینګلی کوي او ان ښايي په سړکونو کې د اعتراضونو د بیا پیل لامل هم شي.

کله چې امریکا د محدودو او هدفي بریدونو په ترسراوي ورو ورو د ایران نظامي وړتیاوې کمزورې کړي او سمندري کلابندي او کمساري بندیزونه یې نیمګړی اقتصاد نور هم مات کړي او مهمه دا چې د توکو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې په سړکونو کې د ایراني وګړو اعتراضونه پیل شي، نو امریکا به ځان وروستي ګوزار ته چمتو کړي. څرګنده نه ده چې اسلامي جمهوریت به له دغه احتمالي ګوزاره روغ رمټ ووځي، که به ټپي پاتې شي او دوام به ورکړي. اوس ښکاري چې امریکا همداسې غواړي؛ خو که معادله د منځګړو هڅې بدله کړي، هغه بیا جلا بحث دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی
بهرني خبرونه

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190762]
بادغیس کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې
خبرونه

په بادغیس کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190276]
په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي
خبرونه

په فاریاب کې وسله‌والو یو قومي مشر وواژه

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790189776]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.