۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرمالشیخ کې د ملګروملتونو سازمان د موسمي بدلون د ناستې له ګډونوالو هېوادونو غوښتي، چې په هېواد کې د اقتصادي ثبات تر ټینګښت پورې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه شپه د لړم پر ۱۵ د یوه پیغام په خپرولو ویلي، چې افغانستان سږ کال د موسمي بدلونونو له امله تر دوو میلیارد ډالرو زیات زیان لیدلی دی.
دغه وزارت همداراز زیاته کړې: «د موسمي بدلونونو اغېزې سیاسي پولې نه پېژني؛ له همدې امله حللارې هم باید له سیاسي ملاحظو خپلواکې وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کوپ ـ۲۷ ناستې غړو هېوادونو له دې مخکې ویلي وو، چې بېوزله هېوادونو ته د ګرمې ورکول د دې ناستې په کړنلاره کې ده.