• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له سپین‌چپنو وېره؛ هغه ټپونه چې د هرات د ښځو پر بدن او روان پاتې کېږي

نیما نیما
۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791975914]
social media

social media

د هرات یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو له چلنده ترخې او دردوونکې کیسې لري. دوی وايي، د طالبانو د محتسبانو چلند دومره ناوړه او سپکوونکی و چې له هغوی سره د مخامخ کېدو پر مهال یې د مرګ هیله کړې ده. دغه ښځې او نجونې روایت کوي چې ان د طالبانو د خوښې حجاب له مراعتولو او د محرم له لرلو سره سره، هم د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو له چلنده خوندي نه وې. د دوی په وینا، د طالبانو چلند کله ناکله هغوی تر دې بریده رسولې چې د مرګ هیله وکړي. دوی ټینګار کوي چې د طالبانو له محتسبانو سره د مخامخ کېدو ټپونه یوازې تر هماغې شېبې نه محدودېږي، بلکې د وېرې، اندېښنې او د تګ راتګ د ازادۍ د محدودېدو په بڼه یې اغېزې د دوی په ورځني ژوند کې پاتې کېږي.

دغه ښځې او نجونې وايي، طالبانو د زده‌کړو، لوړو زده‌کړو او کار په برخو کې پر محدودیتونو سربېره، د ښځو لپاره ژوند په ټولو برخو کې د ځمکې پر سر پر دوزخ بدل کړی دی. د دوی په وینا، طالبان، په ځانګړې توګه د دې ډلې محتسبان، د ښځو د ژوند په ټولو اړخونو کې لاسوهنه کوي او ان هغه ښځې چې د طالبانو د خوښې حجاب مراعتوي او محرم هم ورسره وي، د هغوی له چلنده خوندي نه دي؛ ځکه محتسبان په بېلابېلو پلمو ښځې سپکوي، توهینوي او نیسي یې.

یوه ښځه چې د طالبانو د محتسبانو له خوا د احضار او سپکاوي ترخه تجربه لري، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «کله چې له کاره کور ته راستنېدم، یو پیغام مې ترلاسه کړ چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست ته احضار شوې یم. هغه ورځ راته ډېره سخته وه. له یوې خوا اندېښمنه وم چې خپله دنده له لاسه ورنه کړم او له بلې خوا د نیول کېدو او زنداني کېدو وېره راسره وه. بې له دې چې خپلې کورنۍ ته خبر ورکړم، د خپلې کورنۍ له یوه غړي سره چې راسره و، د امر بالمعروف ریاست ته لاړو. هلته یې راسره دومره ناوړه او سپکوونکی چلند وکړ چې په هېڅ ډول له انساني کرامت سره برابر نه و. خبرداری یې راکړ چې که بیا کار وکړم او سیمو ته لاړه شم، زنداني به مې کړي. له دې امله چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه ګټونکې وم، تل مې د کورنۍ د غړو په اړه فکر کاوه او له ځان سره مې ویل چې څنګه خپله دنده له لاسه ورکړم؟»

یوه بله نجلۍ هیله لري چې هېڅ نجلۍ د طالبانو له محتسبانو سره مخامخ نه شي. د هغې په وینا، ښځې او نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو او له کاره د محرومېدو له امله د زغملو وړ کړاوونو ترڅنګ، د طالبانو له محتسبانو سره د مخامخ کېدو او د هغوی د چلند له امله له نورو دردونو او ستونزو سره هم مخ کېږي. نوموړې وايي، تر دې مخکې چې پخپله د طالبانو له محتسبانو سره مخامخ شوې وه، د نورو کیسې یې نه منلې؛ خو کله چې د حجاب د مراعتولو او له ځان سره د محرم له لرلو سره سره، د دې ډلې له خوا ودرول شوه، نو تازه یې درک کړه چې نجونو څومره ترخې او دردوونکې تجربې تېرې کړې دي.

دغه نجلۍ زیاتوي: «ناشونې ده چې نجلۍ واوسې او د طالبانو د محتسبانو له چلنده دې ترخه تجربه ونه لرې. څو ورځې وړاندې له خپل ورور سره کور ته روانه وم چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو زموږ موټر ودراوه. موټر زما د ماما و. کله چې یې موټر ودراوه، زما له ماما یې په ډېرې توندې او سپکوونکې لهجې وپوښتل چې دا کسان څوک دي؟ ماما مې ځواب ورکړ چې دا زما خوريي دي او دوی خور او ورور دي. خو هغوی په دې هم بسنه ونه کړه او پلمې لټولو ته یې دوام ورکړ. وروسته یې زما ورور ته وویل چې ولې ږیره نه لري. موږ یې څلور ساعته وساتلو او له کورنۍ سره یې اړیکه ونیوله. زما د کورنۍ غړي هم هلته راغلل، خو محتسبانو د دې چلند لپاره هېڅ معقول دلیل نه درلود.»

دغه نجلۍ ټینګار کوي: «هغه ورځ مې له ځان سره ویل چې کاشکې ژوندۍ نه وای پاتې شوې. له موږ سره یې دومره ناوړه او سپکوونکی چلند وکړ چې تر هغې وروسته مې ان دوې اوونۍ له کوره ونه وتلم؛ ځکه وېرېدم چې بیا له داسې پېښې سره مخ نه شم.»

په هرات کې یوه بله نجلۍ چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، د خپلې ترخې او دردناکې تجربې کیسه کوي او د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو تر سیوري لاندې ژوند له دوزخ سره تشبیه کوي. هغه وايي، اړ ده چې په داسې شرایطو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي او دغه سخت وضعیت وزغمي.

دغه مېرمن زیاتوي: «د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو تر سیوري لاندې ژوند عذابوونکی او د دوزخ په څېر دی؛ داسې وضعیت چې اړ یو هره شېبه یې وزغمو. ان د سپينې چپنې لیدل هم زموږ لپاره د وېرې او وحشت په نښه بدل شوي دي؛ ځکه تل دا اندېښنه راسره وي چې هسې نه زموږ مخه ونیسي، پلمې جوړې کړي او ومو نیسي.»

دغه هراتۍ نجلۍ وايي: «زه پخپله څو ځله د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر له محتسبانو سره مخامخ شوې یم. یو ځل یې یوازې له دې امله چې د موټر چلوونکې ښځه وه، موټر یوې خوا ته ودراوه او هغې ته یې خبرداری ورکړ چې ښځې باید له محرم پرته له کوره ونه وځي او موټر هم ونه چلوي. همدا راز یې ټینګار وکړ چې ښځې باید د موټر چلولو پر مهال چادر نماز ولري او محرم یې هم ورسره څنګ ته وي. هغوی له ټولو هغو نجونو چې په موټر کې وې، وغوښتل چې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي؛ خو په پای کې د یوه بل منځلاري محتسب په خبرو او منځګړیتوب وتوانېدو چې موضوع حل کړو.»

د هغې په وینا، په څو نورو مواردو کې هم د طالبانو د خوښې حجاب له مراعتولو سره سره ورته ستونزې جوړې شوې دي. دغو چلندونو دې ته اړه کړې چې نور هېڅ ځای ته په داسې موټر کې سفر ونه کړي چې ښځه یې چلوونکې وي. هغه وايي: «سخت‌ګیري او پېښې چې رامنځته کېږي، یوې خوا ته؛ خو هغه رواني ټپونه او د وېرې او وحشت ناوړه اغېزې چې د هغوی د چلند له امله د انسان په ذهن کې پاتې کېږي، هغه څه دي چې تل ورسره پاتې کېږي.»

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپلو راپورونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د پلي کېدو په اړه د ښځو او نجونو پر فردي ازادیو او حقونو د محدودیتونو د پراخېدو او د محتسبانو د واکونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په غزني کې څلور زلمیان د موسیقۍ اورېدو له کبله ونیول
خبرونه

یوناما: طالبانو په زابل کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې د سهارني پلي تګ لپاره له کوره ونه وځي

۱۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۴ - ۸ فبروري ۲۰۲۶ [t_time:1770541834]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.