۸صبح، بدخشان: په بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نننۍ چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه نن پنجشنبه، د غبرګولي په ۱۸مه، د سهار په لسو بجو او پنځوسو دقیقو د فیض آباد د نوي ښار په نبوي جومات کې، د طالبانو د مرستیالوالي مولوي نثار احمد د فاتحې په مراسمو کې شوې ده.
د ملکي روغتون يوې سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې په دې چاودنه کې د بغلان لپاره د طالبانو پخواني امنيه قوماندان مولوي صفي الله او د دې ډلې د يو شمېر نورو جګپوړو قوماندانانو په ګډون، ١٧ تنه وژل شوي دي.
بل خوا يوې بلې باوري روغتيايي سرچينې د دې چاودنې د وژل شویو شمېر ١١ تنه او د ټپيانو شمېر ٣٥ تنه ښودلي دي.
په وژل شویو کې د طالبانو د ډلې د ځینو قوماندانانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په روغتون کې د دې پېښې ټپيان وينې ته اړتيا لري، خو طالبانو روغتون ته د فيض اباد ښار د هغو اوسېدونکو د ننوتو مخه نيولې، چې غواړي خپلو خپلوانو ته وينه ورکړي.
له بلې خوا سرچينو زياته کړې، چې له دې چاودنې وروسته د يفتل، بهارک، جرم او شهدا ولسوالیو د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د يفتل ولسوالۍ طالبانو، د فيض اباد ښار په شاوخوا کې، په غرونو کې مورچلې نیولې او د دغې ډلې د غړو ترمنځ د خپلمنځي نښتې احتمال شته.
ددې چاودنې د څرنګوالي په تړاو بېلابېلې څرګندونې کیږي، خو تر ډیره ویل کیږي، چې چاودنه د موټر بم برید له امله شوې ده.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې چاودنه کې د دغې ډلې یو شمېر غړو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د پېښې د قربانیانو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
دوه ورځې وړاندې، د غبرګولي په ۱۶مه، د طالبانو د مرستیالوالي مولوي نثاراحمد، په یوه برید کې چې داعش یې مسوولیت پرغاړه واخیست، ووژل شو.
د يادونې وړ ده، چې په فيض اباد ښار کې د طالبانو د والي د مرستیال پر موټر له چاودنې وروسته سرچينې وايي، چې د دغه ولايت د ځايي ادارې په مشرتابه کې بدلونونه راغلي دي او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د مولوي عبدالغني په نوم یو کس پر دې څوکۍ ټاکلی دی.