۸صبح، کابل: هېواد کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره د دروېزګرو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږی.
د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي استازولۍ دفتر یکشنبه د لړم پر ۸ ویلي، چې یوازې له کابل ښار څخه یې لږ تر لږه ۱۴ زره او ۳۹۳ دروېزګر ټول کړي دي.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې په دې منځ کې نهه زره او ۱۵۴ تنه یې ښځې دي، چې په دې شمېر کې یوازې درې زره او ۳۸۶ تنه یې مستحق ګڼل شوې دي.
د طالبانو په وینا، د ښځو دروېزګرو په منځ کې پنځه زره او ۷۶۸ تنه نورې یې هغه ښځې دي، چې دروېزه یې کار ګرځېدلی دی.
په دې موده کې د نارینه دروېزګرو شمېر یو زر او ۳۲۸ تنه اعلان شوی او ویل شوي، چې له ۱۴ زرو دروېزګرو څخه درې زره او ۹۱۱ تنه یې ماشومان دي، چې یو زر او ۷۵۲ یې مستحق ګڼل شوي دي.
د دروېزګرو دغه شمېرې د زمري له ۲۲ د لړم تر ۷ پورې دي.
طالبانو ویلي، چې ثبت شويو دروېزګرو ته له بایومتریک وروسته معاش ټاکي.
د دروېزګرو د راټولولو او بایومتریک بهیر د روان کال د زمري میاشتې پر ۲۲ پيل شو. دا په دې مانا ده، چې تازه شمېرې ښیي چې په یوه میاشت کې لږ تر لږه پنځه زره او ۸۱۱ نور دروېزګر هم ثبت شوي دي.
طالبانو د تلې میاشتې پر ۴ اعلان کړی و، چې له کابل ښار څخه یې اته زره او ۵۸۲ دروېزګر ټول کړي دي.