په تېر یوه کال کې طالبانو په افغانستان کې د رسنیو او رسنیو پر کارکوونکو پراخ بندیزونه لګولي دي. دغې ډلې د اطلاعاتو په برخه کې د محدودیتونو پر لګولو سربېره د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له شکنجه کولو، نیولو او ګواښلو هم ډډه نده کړې. د یو نیم کال په موده کې، د معلوماتو د ازاد بهیر د محدودولو، د بیان ازادۍ د مخنیوي او سانسور سربېره، دوی د انټرنیټ ډومینونو بندولو، د رسنیو پر پالیسۍ، تولید او محتوا باندې د کنټرول او په رسنیو کې د خپل نفوذ په شان فشارونه زیات کړي دي. خو ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو او د سرچینو له کمښت سره مخ دي او د رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره یوه روښانه چوکاټ ته اړتیا ده. د دغه سازمان د ښځو برخه د رسنیو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه د سیستماتیک جبر نښه ګڼي او وايي چې د خبریالانو د خوندیتوب ټول قوانین لغوه شوي دي. ۸صبح ورځپاڼې د پېښو د رسمي مهالوېش پر بنسټ موندلې، چې په تېرو دوو مياشتو کې د خبريالانو او کاروونکو پر نيولو سربېره پر رسنيو سخت فشارونه اچول شوي دي.
په دې راپور کې په هېواد کې په تېرو دوو میاشتو کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه ثبت شوې پېښې څېړل شوې دي. ديادونې وړده چې دطالبانو له خوا دخبريالانو او رسنيو په وړاندې دخبريالانو نيول، شکنجه او نورې زياتې پیښې رامنځته شوي دي چې دطالبانو دتړلې فضا او ډار له امله تر پوښښ لاندې نه دي نيول شوي. په دغه راپور کې د زمري له ۲۵ څخه د تلې میاشتې تر پایه پورې د رسنیو د هغو پېښو اندازه تر پوښښ لاندې نیول شوې چې له مخې یې په وروستیو دوو میاشتو کې پر رسنیو سخت فشارونه اچول شوي دي. حتی په ځینو مواردو کې د رسنیو یو شمیر مدیران او کارکوونکي د هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.
طالبانو تېر کال په پرله پسې توګه پر رسنیو محدودیتونه وضع کړل. د خبريالانو او رسنيو تر څنګ يې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي هم پلټلي او ځورولي دي. دې ډلې د تلې په ٢٥مه په کندهار کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د غلام محمد په نوم يې يو تن چې په ټولنيزو شبکو کې يې د دوى پر ضد مواد خپرول نيولي او له شواهدو سره يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.
طالبانو په تېرو دوو مياشتو کې د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو د موبايلونو د کتلو او د هغوى د نيولو تر څنګ، د چهارشنبې په ورځ د زمري په ٢٦مه د کابل په شيرپور سیمه کې امريکايي خبريال او فلم جوړوونکى او د هغه همکار فيض الله فيضبخش ونيول. په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې دفتر د جمعې په ورځ د زمري په ۲۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړه چې د طالبانو استخباراتو دغه دوه کسان نیولي دي. په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د پروګرام مشر کارلوس مارتینز په دې وخت کې وویل: «د طالبانو مخ پر زیاتیدونکي فشار او د امریکايي فلم جوړونکي ایور شیرر او د هغه د همکار فیض الله فيضبخش نیولو په ګډون د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیونې زیاتیدل، په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ اصولو ته د دې ډلې د ژمنتيا نشتوالى ښيي.”
طالبانو د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۷ مه د خلکو د ټیلیفونونو پلټنی ته دوام ورکړ، چې د پلټنی پوستو په جوړولو سره یې د پنجشیر ولایت د یو شمیر اوسیدونکو ګرځنده تلیفونونه وپلټل. دغو کسانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ومنله چې طالبان د دوی شخصي جریم ته هیڅ پام نه کوي. طالبانو د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ګلبهار په لمنو کې د پوستو په جوړولو سره د ښاریانو عکسونه او شخصي ویډیو ګلیپونه چک کول او پلټل.
د ۸صبح ورځپاڼې د رسنیو د پېښو د ثبتولو پر بنسټ، طالبانو د رسنیو د کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی، چې د شنبې په شپه د وږی په ۵ مه په غزني ولایت کې د سما رادیو مسوول امید عظیمي ونیول شو او بیا ووهل شو. د طالبانو استخباراتو ورته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې په رسنیو کې کار نه کوي. دغې ډلې هغه تر وهلو ټکولو وروسته نیمه شپه په بې هوښه حالت کې روغتون ته یووړ.
طالبانو د خبريالانو پر نيولو او شکنجه کولو سربېره د رسنيو پر کار هم محدوديتونه وضع کړي دي. په ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د زیاتو فشارونو په اچولو سره د اطلاعاتو د آزاد بهیر او خپرولو مخه نیولې ده. د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حبيب الله الهام د دوشنبې په ورځ د وږي په ۷مه د دغه ولايت له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له اجازې پرته بايد خبرونه خپاره نه کړي؛ دا ډول پریکړه چې تر دې وړاندې هم څو ځلې په ولایتونو کې د سیمه ییزو خبریالانو د دی پرکړی راپور ورکړی و.
په هرات کې طالبانو څو تنه د فلم جوړولو په تور نيولي او وهلي دي. د هرات یو شمېر اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دغې ډلې د جمعې په ورځ د وږي په ۱۱مه د هرات حوزوي روغتون ته څېرمه له چاودنې وروسته د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي نیولي او وهلي ډبولي دي. دغو کسانو غوښتل چې د چاودنې صحنه فلم کړي.
د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، د هرات د ګازو د سټېشن په سیمه کې چې چاودنه وشوه، طالبانو هم څو کسان ووهل او ټیلیفونونه یې ترې واخیستل او یو شمېر کسان یې د عکسونو د اخیستلو له امله امنیتی حوزو ته بوتلل. دغه راز په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس ساتونکو د يکشنبې په ورځ د وږي په ١٣مه د مولوي مجيب الرحمن انصاري د جنازې د مراسمو د پوښښ پر مهال په دغه ولايت کې د سولې د سيمه ييز ټلوېزيون خبريال اسماعيل خپلواک په څپیړه ووهل. او خبريالانو ته يې اجازه نه ده ورکړې چې جنازي مراسم د خبرونه تر پوښښ لاندې راولي او د هرات ولايت حوزوي روغتون ته ننوځي.
د ژورنالیستانو نیول، شکنجه کول او بدبختۍ پرته یوه ورځ هم نده تیره شوی. د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۱۷مه، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړه، چې د کاپیسا ولایت خبریال عبدالحنان محمدي هره ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا د کاپیسا په زندان کې شکنجه کېده او له دې نیټې وروسته د دغې ډلې د استخباراتو د۴۰ ریاست رئیس ته سپارل شوی دی. په کابل کې طالبانو عبدالحنان محمدي د روان کال د وږي په ٢٢مه د يوه راپور د جوړولو پر مهال نيولى و. هغه مهال د ښاغلي محمدي کورنۍ ویلي و، چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو له خوا د اطلاعاتو د ورکولو له امله نیول شوی دی.
طالبانو خبریالانو او ازادو رسنیو ته د فعالیت اجازې نه ورکولو سربیره، د هغو رسنیو د کارکوونکو شکنجې، نیولو او معلوماتو ته د لاسرسي مخنیوي ته مخه کړې چې د طالبانو رژیم له پالیسي سره سم چلند کوي بیا هم دې ډلې پرې فشارونه پراخ کړي دي. د وږي په ۲۰مه د یکشنبې په ورځ، کله چې طالبانو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې په یوه مشورتي غونډه کې ګډون درلود، د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو خبریالان له غونډې وایستل. دا په داسې حال کې ده چې د دغې غونډې د تنظیموونکو له خوا خبریالان هم رابلل شوي وو. دغو خبریالانو د دوی پر کار د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې طالبان له دوی سره له تعصبه ډک چلند کوي.
د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو د سې شنبې په ورځ د وږی په ۱۹مه په پکتیا کې اته سیمه ییز خبریالان بندیان کړل. هغه مهال ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي و، چې په دغه ولايت کې د ښځينه محصلينو د لاريون د خبر تر خپرېدو وروسته طالبانو د څو ساعتونو لپاره اته سيمه ييز خبريالان بنديان کړي او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي. طالبانو د خبریالانو تجهیزات او موبایل ټیلیفونونه کتلي او خبریالانو ته یې خبرداری ورکړی چې د دې ډلې په اړه د خپلو خبرونو په خپرولو کې له احتیاطه کار واخلي.
خبريالان او رسنۍ د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ او استخباراتو د رياست له فشارونو سره سره، پر خپلو کارکوونکو د بنديزونو له لګولو سره هم مخ دي. طالبانو د دوشنبې په ورځ د وږي په ۲۸مه د بلخ ولایت له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د رسنیو ټول کارکوونکي باید د اسلام د پیغمبر په طریقو ځانونه سینګار کړي. دوی دغه راز د دیني عالمانو د خطبو خپرولو او نشر ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.
طالبانو په کابل کې هم پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي. د دوشنبې په ورځ د تلې په ۴مه په کابل کې د ویډیويي رسنیو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د دغو رسنیو د خپرونو پر وړاندې کوونکو نوي محدودیتونه لګولي دي. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په دې وروستيو کې د بصري رسنيو مسوولينو ته امر کړى، چې نور نارينه او ښځينه وړاندې کوونکي به ګډ پروګرامونه نه شي ترسره کولى او د ښځو مرکې به د مخونو په پټولو سره ثبت او خپرېږي. طالبان د دغو بندیزونو له لګولو راضي نه دي او رسنیو ته یې ویلي چې لدی وروسته به د سیاسي بحثونو لپاره مېلمانه دوی (طالبان) معرفي کوي.
دې ډلې په تېرو دوو مياشتو کې پر رسنيو د سختو بنديزونو لګولو سربېره، چې آن د رسنيو کارکوونکي يې د دندو پرېښودو ته اړ کړي، له رسنيو څخه د ښځو د لاريونونو د پوښښ حق هم ترې اخلي. د شنبې په ورځ د تلې په ۹مه طالبانو د رسنیو یو شمېر کارکوونکي د ښځو د مظاهرو د پوښښ په خاطر ووهل. یو شمېر دغو خبریالانو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د دوی کمرې او د کار وسایل له ځانه سره وړي دي. دوی غوښتل په کابل کې د محمد علي جناح روغتون مخې ته هغه احتجاجي غونډه تر پوښښ لاندې راولي چې د کاج ښوونیز مرکز د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي وو.
له بلې خوا، طالبانو د دوشنبې په ورځ د تلې په ۱۱ مه اعلان وکړ، چې د ۸صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا د انټرنېټ ډومینونه یې د “طالبانو پر ضد د توهين ډکو مطالبو” د نشر او خپرولو په خاطر بند کړي دي.
خو په دې وروستیو کې طالبانو په کندهار کې د نلت غږ راډیو مشر، یو سیمه ییز خبریال او یو ممثل نیولی دی. د یکشنبې په ورځ د لړم په لومړۍ نېټه، یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ډلې له لوري د ملت غږ راډیو مشر بسم الله وطندوست، سیمه ییز خبریال شیراحمد نوري او ممثل عطاالله زر نیول شوي دي. سرچينه زياتوي، چې شېراحمد نوري د طالبانو ضد رسنيزو فعاليتونو په تور د دندې له ځای څخه نيول شوى او بسم الله وطن دوست له خپل کور څخه هم نيول شوى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، عطاالله زر له بازار څخه نيول شوى دى. تر اوسه د دوی د برخلیک په اړه معلومات نشته. د طالبانو مطبوعاتي مسوولان وايي، چې عطاالله زر د جنايي جرمونو او بسم الله وطندوست د دې ډلې له جنګياليو سره د جګړې په تور نيول شوي، خو د شېراحمد نوري په اړه يې څه نه دي ويلي.
له دې ټولو سره سره په دې وروستیو کې په ټویټر کې یوې نوي پاڼې په فعالیت پیل کړې او د ۸صبح ورځپاڼې او د افغانستان نړیوال تلویزیون په ګډون یو شمېر رسنۍ د (جعلي خبرونو) په توګه معرفي کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پاڼې مطالب شریکوي. د رسنیو یو شمېر کارپوهان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، په دې باور دي چې دا کار د طالبانو د ویاندویانو له خوا شوی او دا د رسنیو پر وړاندې د دوی نوې جګړه ده. د دوی په وینا دغه ډله د «جعلي خبرونو» تر عنوان لاندې په بېلابېلو لارو د ازادو، خپلواکو او بې پرې معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي او په دې برخه کې دوی سره د حساب ورکولو هېڅ قانون نشته.
رسنۍ تر سانسور او بې قانونۍ لاندې
د جمهوریت اساسي قانون په هېواد کې د بیان او مطبوعاتو ازادي تضمین کړې وه. د دغه قانون په ۳۴ ماده کې راغلي: «د بیان ازادي له تېري څخه خوندي ده». «هر افغان حق لري چې د دې اساسي قانون له حکمونو سره سم خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسیلو له لارې څرګند کړي.» د اساسي قانون په دې ماده کې دا هم راغلي، چې د افغانستان هر وګړی کولای شي «پرته له دې چې لومړی یې دولتي چارواکو ته وړاندې کړي» مواد چاپ او خپاره کړي.
له بلې خوا، د عامه رسنیو قانون هم په هیواد کې “د فکر او بیان د آزادۍ حق او د عامه رسنیو د فعالیتونو تنظیم” تضمین او اسانه کړی دی. “د فکر او بیان د آزادۍ د حق ملاتړ او تضمین”، “د خبریالانو د حقونو ملاتړ او د رسنیو د ازاد فعالیت لپاره د شرایطو برابرول”، “د ازادو، خپلواکو او ګڼو رسنیو وده او پراختیا” او “اصولو ته درناوی” د بیان ازادي او د ډله ییزو رسنیو په نړیواله اعلامیه کې “د اسلام د سپیڅلي دین له اصولو او احکامو سره سم د بشري حقونو تامین” د دغه قانون له مهمو موخو څخه بلل شوي دي. د دغه قانون د څلورمې مادې پر بنسټ، د فکر او بیان ازادي د افرادو د لاسوهنو، بندیزونو او سانسور په وړاندې تضمین شوې وه.
طالبانو د افغانستان په نیولو سره ټول قوانین لغوه کړل. که څه هم د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د ټولیزو رسنیو قانون پلی کوي، خو په عمل کې د دغې ډلې جنګیالي او بېلابېل بنسټونه په رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو خپل خاص قانون پلی کوي. د رسنیو په وړاندې د دې ډلې چلند دا هم په ډاګه کوي چې طالبان له رسنیو سره د خپل ذوق او باور له مخې چلند کوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي د دفتر مشر مارکس پوتزل د وږی په ٣٠مه له يوې خصوصي رسنۍ څخه د ليدنې پر مهال وويل چې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ د خونديتوب لپاره يوه روښانه چوکاټ ته اړتيا ده. هغه وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو او د سرچینو له کمښت سره مخ دي.
پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط یوه میاشت وروسته په افغان رسنیو کې پر رسنیو او ښځینه کارکوونکو ځینې محدودیتونه ولګول شول، چې د سیستماتیک جبر ښکارندویي کوي. دې ادارې د دوشنبې په ورځ (د لړم میاشتې په ۲ مه) په یوه ټویټ کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې ټول قوانین لغوه شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د رسنیو او د رسنیو په کارکونکو په ځانګړې توګه پر ښځو لګول شوي بندیزونه او قوانین د ډارولو، شکنجې، توقیف او ځورونې له لارې پلي کیږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه په ګوته کوي چې په افغانستان کې ښځینه خبریالانې په ځانګړې توګه په نښه او محدودې شوې دي. دې ادارې په تلویزیوني چینلونو کې د ښځینه خپرونکو د مخونو پوښلو یادونه کړې ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په ټولیز ډول دغه بندیزونه د رسنیو د ځپلو او له عامې فضا څخه د ښځو د ایستلو لپاره سیستماتیک او منظمې هڅې ښیي.
په ورته وخت کې د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، طالبانو افغانستان ته د یوې بهرنۍ ښځینه خبریالې پر راتګ بندیز لګولی دی. د خبریالانو نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۷ مه خبر ورکړ، چې په نړیوالو رسنیو کې کار کوونکې بهرنۍ خبریاله سټیفاني ګلینسکي د انتقادي راپورونو د چمتو کولو په خاطر افغانستان ته له تلو منع شوې ده. د خبریالانو د ملاتړ دغه نړیوال سازمان وايي، سټیفاني ګلینسکي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې له «ګارډین» او «فارن پالیسي» رسنیو سره کار کوي، د روان کال په جولای میاشت کې له افغانستانه وتلې وه.
ګلینسکي په ټولنیزو شبکو کې په یوه یادښت کې لیکلي چې “طالبان د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو پر سر جګړه کوي” تر سرلیک لاندې د یوې مقالې او د دې ډلې په اړه د هغه انتقادي یادښتونو له خپرولو وروسته په واټس اپ کې له پوښتنو سره مخ شو او له هغه یې وغوښتل چې خپلې سرچینې افشا کړي.
تر دې وړاندې هم د رسنیو ملاتړو بنسټونو په هېواد کې د بیان او رسنیو د ازادۍ پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې له ۵۴۷ فعالو رسنیو څخه ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالانو چې د افغانستان له سقوط وروسته په درېیمو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته پناه وړې، د دوی د ژوند د خراب وضعیت او د دوی د پرله پسې بی برخلیکی په اړه اندېښنه ښودلې ده. دوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو له وېرې او مستقیمو ګواښونو له امله نه شي کولای افغانستان ته ستانه شي او هغه هېوادونه چې کډوال مني، د دوی د کډوالۍ دوسیې هم نه څېړي. ډېری دغه خبریالان د اوسني وضعیت د دوام او ناڅرګند راتلونکي له امله په خپګان اخته شوي دي.