۸صبح، کابل: څو شېبې مخکې په نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پیل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چهارشنبه د وږي پر ۲۵مه خبر ورکړی چې ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرسته جورجيټ ګانیون په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی او د بېلابېلو هېوادونو استازي هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
په دې ناسته کې به د مدني ټولنې یوه ښځینه استازې هم وینا وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له علني ناستې وروسته به د امنیت شورا د غړو ترمنځ غیرعلني مشورې هم وشي.





