۸صبح، کابل: په کابل کې سرچینې وايي چې د ترکیې د استخباراتو رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال خامس الکبیسي کابل ته تللي دي.
سرچینو چهارشنبه د وږي پر ۲۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې هغوی له ځينو طالب چارواکو سره کتلي دي.
د سرچینو په خبره، تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
سرچینې زیاتوي چې ټاکل شوې دا پلاوي کندهار ته هم لاړ شي او هلته د طالبانو له مشر هبتالله اخوندزاده سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې د بشري حقونو له وضعیته اندېښنه ښودلې ده.





