۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې په بدخشان کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان نیولي او له هغوی یې ۱۳۰ کیلوګرامه نشهیي توکي او دوه میله وسلې ترلاسه کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس شنبه د تلې پر ۴مه، راپور ورکړی چې دغه کسان د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې نیول شوي کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نشهیي توکو قاچاق او تولید لا هم په افغانستان کې له لویو ننګونو ګڼل کېږي او هر کال ګڼ خلک د روږدتیا له ګواښ سره مخ کوي.
ملګري ملتونه هم تل په افغانستان کې د روږدتیا د مخنیوي، درملنې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.





