۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د «سعودي عربستان استازي» شهزاده جلوي بن ترکي آل سعود سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د جمعې شپه د تلې میاشتې په ۷مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دا لیدنه د مسکو د پنځمې ناستې په څنډه کې شوې ده.
د هغه په وينا، په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو پلاويو د غونډو پر پراختيا او د بشري مرستو پر زیاتېدو خبرې شوې دي.
د مسکو پنځمه څلور اړخیزه ناسته د جمعې ورځ د تلې میاشتې په ۷مه د افغانستان په اړه د روسیې تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شوې ده.
د دې غونډې ګډونوالو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.
همداراز روسیې د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره د ټولو توکمیزو او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د ټولګډونه حکومت بهرنۍ نسخې ونه کړای شول چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو کړکېچ ته د حل لار جوړه کړي.
د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کړې چې د طالبانو رژیم له «دیني او ملي مشروعیت» څخه برخمن دی.