۸صبح، کابل: ځايي سرچينې د طالبانو له لوري په کندوز ولايت کې د سيمهييز خبريال عبيدالله احمدي د نيولو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو احمدي یکشنبه د وري پر ۵مه د کندز ښار په «ښاروالۍ هوټل» کې د یوې ناستې د خبري پوښښ پر مهال نیولی دی.
عبیدالله احمدي د «یک» خصوصي ټلوېزیون سیمهییز خبریال دی.
د سرچينې په وینا، تېره ورځ د طالبانو استخباراتو عبيدالله احمدي سره جوخت درې نور خبريالان هم نيولي وو؛ خو له څو ساعته پوښتنو او ګروېږنو وروسته ازاد شوي دي.
په دې وروستيو کې د افغانستان خبريالانو مرکز ویلي چې په هېواد کې رسنۍ او خبريالان د خپلو بنسټیزو او قانوني حقونو د ازادۍ د کچې لوړېدو او حقونو څخه د برخمنېدو په برخه کې له سختو محدوديتونو سره مخ دي او له حقونو یې پراخه سرغړونه شوې ده.
دې بنسټ په ۱۴۰۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږترلږه ۱۳۹ پیښې ثبت کړي چې ۸۰ ګواښونه او ۵۹ د خبریالانو نیول شامل دي.