۸صبح، پنجشیر: په پنجشیر کې ځایی سرچینې وایی چې طالبانو د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د «دهن ریوت» د هلکانو د لېسې ودانۍ په بمونو الوځولې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو دغه ښوونځی د دوشنبې په ورځ (وري ۱۴) له غرمې مخکې شاوخوا ۹ بجې د ماین په چاودنې سره ویجاړه کړه.
دغه ښوونځی چې پخوا پکې ۷۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت وو، طالبانو په خپل پوځي مرکز بدله کړی وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ځايي اوسېدونکو د پرله پسې غوښتنو له امله چې ښوونځى د زده کوونکو پر مخ پرانېزي، الوځولی ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تیر کال د سلواغي په میاشت کې د پنجشیر په پاریان کې د یوه ښوونځي ودانۍ چې طالبانو د پوځي مرکز په توګه کاروله، د نامعلوم علت له امله اور واخیست.
هغه مهال د سیمې اوسېدونکو په طالبانو د دې ښوونځي د سوځولو تور ولګاوه.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان له نيولو راهيسې د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې تر ٤١ زياتو ښوونځيو کې پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.
د راپورونو له مخې، طالب جنګیالیو د تېرو دوو کلونو په ژمي کې د دغو ښوونځیو میزونه او څوکۍ د سوند د لرګیو په توګه کارولې.