۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د موسیقۍ غږولو او قیلون څکولو څه باندې ۷۰۰ وسیلې سوځولې دي.
په نیمروز کې د طالبانو امرباالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست ویلي چې یکشنبه د زمري پر ۷مه یې د موسیقۍ ۱۳۷ الې او د قیلون څکولو ۵۷۲ وسیلې سوځولې دي.
په نیمروز کې د نوموړي ریاست رییس اللهنور زرقاوي ویلي چې د دغو وسیلو د سوځولو پر مهال د دغې ډلې د ولایت او استخباراتو استازو حضور درلود.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د موسیقۍ پر غږولو بندیز ولګېد.
طالبانو شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په بدخشان کې هم د موسیقۍ غږولو الې سوځولې وې.





