۸صبح، کابل: د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال اعلان کړی، چې پر افغانستان د دغې ډلې د واکمنۍ د یو نیم کال په موده کې بهرنیو شرکتونو په دغه هېواد کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال دا خبره د سه شنبې په ورځ د کب په ۹مه په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د پانګونې په اړه د خبر پاڼې په خپرولو سره کړې ده.
د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بهرنيو هېوادونو د کانونو، کرنې، برېښنا، ټرانسپورټ او اورګاډي په برخو کې پانګونه کړې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال په وینا، په راتلونکي کې به په هغو سکتورونو کې پانګونه وشي لکه د ګمرکونو عصري کول، د هوایي ټرانسپورټ د خدماتو چمتو کول، ټرانزیټ، د صنعتي پارکونو جوړول او د رېل پټلۍ جوړول شامل دي.
طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د کانونو او پروسس په برخو کې د بهرنیو شرکتونو د دوه میلیارده ډالرو پانګونې، په هوايي ډګرونو کې د خدماتو د وړاندې کولو او د صنعتي پارکونو د جوړولو ادعا هم کړې ده.