۸صبح، کابل: د کابل په لوېدیځ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ښار کې د عبدالعلي مزاري کاږل شوی انځور تخریب کړی دی.
د کابل په لوېدیځ کې سرچینې سه شنبه د سلواغې پر یوولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته د عبدالعلي مزاري په انځور د تزیین شوې دروازې د انځورونو په رالېږلو ویلي، چې طالبانو د هغه انځور له منځه وړی دی.
په رالېږل شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې طالبانو د کابل د کوټه سنګي په پل سوخته سیمه کې د عبدالعلي مزاري انځور سوری کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسلامي وحدت ګوند پخوانی مشر عبدالعلي مزارې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دې ډلې له خوا ونیول او ووژل شو.