۸صبح، تخار: په تخار ولایت کې ځایی سرچینې وایی چې طالبانو د دغه ولایت له خواجه بهاءالدین ولسوالۍ څخه ۱۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړی دي.
سرچینه ادعا کوي، چې دغه کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۴ نیټه د طالبانو د مداخلې په اساس او د هېواد د جنوب کوچیانو او وزیرستانیانو له همکارۍ وروسته د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د جبري کډوالی د بهير څخه د ويډيو جوړولو په تور پنځه تنه ولسي وګړي وهلي او دوه نور يې نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو د تخار د خواجه بهاالدین ولسوالۍ د بومي خلکو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې په دوو ورځو کې له خپلو کورونو ووځي.
د تخار امنیه قوماندان حبیب الله شاکر او د طالبانو مرستیال والي محمد کاظم طارق د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۱۳ مه خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ته تللي او ځايي اوسېدونکو ته یې امر کړی، چې په دوو ورځو کې له دې ولسوالۍ ووځي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په وروستيو نښتو کې د بومي خلکو په لسګونو کسان ټپیان شوي همدا ډول د کوچیانو هم ځینې کسان ټپیان شوي همدا ډول د بومي خلکو نوري سیمې چې د نوبهار، مهاجر قشلاق، لاله ګذر او شورتوګي په کليو کې د کوچيانو له خوا لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي.