۸صبح، کابل: باخبره سرچینې په کابل ښار کې د طالبانو لخوا د یوه پخواني افسر د نیولو خبر ورکوي.
پخوانی پوځي (الماس سروري)، د پنجشنبې په شپه (د غبرګولي په ۴مه) د کابل په خیرخانې کوتل کې له خپل کوره نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
الماس، د پنجشېر ولايت د عنابې ولسوالۍ د (فراج) سیمې اصلي اوسېدونکى دى او په کابل ښار کې ژوند کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس د تېر حکومت له نسکوریدو وروسته، ايران ته ولاړ او يوه مياشت وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
که څه هم د دغه پخواني پوځي د نيولو انګيزه تر اوسه معلومه نه ده، خو سرچينې وايي، چې د طالبانو له لوري «له کوم جرم پرته» نيول شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه ادعا کوي، چې څه موده وړاندې هم طالبانو ددغې کورنۍ یو بل غړی هم نیولی و او د هغه د خلاصون په بدل کې یې وسلې او پیسې غوښتې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو په کابل کې د ملي اردو څلور افسران او د پخواني حکومت يو جنرال نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.
طالبان، ددې ډول کړنو په اړه د بشري حقونو هیڅ شخص یا بنسټ ته ځواب نه ورکوي.